شاته

يوه خيريه بنسټ ننګرهار کې ۱۵۰ نجونو او مېرمنو ته د خياطۍ زده‌کړې ورکړي

د ننګرهار اوسېدونکی مریم چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال یې په بېلابېلو برخو کې دوه لېسانسه کړي وايي، د طالبانو له لوري د ښځو پر کار محدودیت اړه کړه چې خیاطۍ ته مخه کړي.

دې چې د ګلبهار په نوم د یو خیریه بنسټ له لوري د خیاطۍ په څلور میاشتني روزنیز پروګرام کې برخه اخیستې وه ازادي راډيو ته وویل، د دغه روزنیز پروګرام په پای کې ورته د خیاطۍ ماشین او یوه اندازه رخت ورکړل شو.

راغلم دلته مې د خیاطۍ د زده‌کړو په دې پروګرام کې برخه واخیسته."

نوموړې وايي: "د ملت همدا یوازینۍ غوښتنه چې د نجونو په وړاندې د زده‌کړو او د ښځو په وړاندې باید حکومت د کار دروازې پرانیزي، ما دوه لېسانسه کړي دي، خو په کار د بندیز له امله راغلم دلته مې د خیاطۍ د زده‌کړو په دې پروګرام کې برخه واخیسته."

د دغه روزنیز پروګرام یوې بلې ګډونوالې چې مخکې د ښوونځي د یولسم ټولګي زده‌کوونکې وه وايي، ژوند ته یې ډېرې هیلې درلودې خو له شپږمو ټولګیو پورته پر زده‌کړو د طالبانو بندیز یې دا هیلې ووژلې.

دې چې ونه‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل: "موږ په ورځني ډول دوه جوړه جامې ګنډو، د روزنې پر مهال یې موږ ته پیسې هم راکولې، اوس مو دا کسب زده‌کړو په راتلونکې کې پرې د خپلې کورنۍ ستونزې حل کولای شو."

يو شمېر مېرمنې د خطاطۍ پر مهال، ارشيف
يو شمېر مېرمنې د خطاطۍ پر مهال، ارشيف

دغو نجونو او ښځو د طالبانو له حکومته وغوښتل، چې د ښځو او نجونو په وړاندې دې د کار او زده‌کړو دروازې خلاصې کړي.

طالبانو په افغانستان تر بیاځلي واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو راوګرځولې او بیا یې د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې، دوی پوهنتونو ته له تګ او په نادولتي مؤسسو کې له کار هم منع کړې.

د ګلبهار خیریه بنسټ له لوري د خیاطۍ په دې روزنیز پروګرام کې ۱۵۰ نجونو او ښځو برخه اخیستې وه چې نن یې د پای مراسم وو.

د یاد خیریه بنسټ ویاند عبدالرازق همدرد ازادي راډيو ته وویل، دغه روزنیز پروګرام څلور میاشتې دوام درلود چې په ترڅ کې یې ګډون کوونکو مېرمنو ته د خیاطۍ زده‌کړې ورکول شوې.

هغه دا هم وویل چې، د دې روزنیز پروګرام په پای کې ګډونوالو ته د خیاطۍ ماشینونه او دغه شان یوه اندازه رخت هم ورکړل شو.

نوموړي وويل: "په اوسني فراغت کې په خویندو د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د خیاطۍ ماشینونه دوی ته ورکړل شول، د خیاطۍ د ماشینونو تختې او د دوه لکه افغانیو په ارزښت ورته رخت هم ورکړل شو، له دې وروسته به دوی په خپلو سیمو کې د پیسو په بدل کې خیاطي کوي او د خپل ورځني ژوند لګښتونه به پرې پوره کوي."

ګلبهار خیریه بنسټ د یو افغان سوداګر له لوري څو کاله وړاندې جوړ شوی چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له بې‌وزله افغانانو سره مرستې کوي.

د دغه بنسټ مسوولین وايي، په تېر یو کال کې د خیاطۍ د زده‌کړو د ياد پروګرام له لارې د ننګرهار په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغان نجونو ته د خیاطۍ زده‌کړې او ورسره د خیاطۍ اړوند وسایل ورکړل شوي دي.

اړوند مطالب