شاته

نن د افغانستان په سړو سيمو کې يوازې د نارينه محصلانو لپاره پوهنتونونه پيليږي

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت له اعلان سره سم نن د افغانستان په سړو سیمو کې د پوهنتونونو دروازې يوازې د نارينه د محصلانو پرمخ پرانیستل کېږي.

د لوړو زده‌کړو وزارت وياند حافظ ضياءالله هاشمي په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي: "د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو د رهبرۍ شورا د پرېکړې مطابق به ان شاالله د روان کال د کب په پنځلسمه د افغانستان سرد سیرو ولایتونو پوهنتونونه به انشاالله و تعالی شروع کېږي. ټول محصلین دې په همدې یاد شوي تاریخ باندې درسو ته ځانونه حاضر کړي."

د لوړو زده کړو ویاند حافظ ضياءالله هاشمي په دغه ویډیویي پیغام کې چې پرون یې رسنیو ته استولی، که څه هم د ټولو محصلانو خبره کوي خو د محصلو نجونو برخلیک تر اوسه نه‌دی روښانه.

دې وزارت تېره اوونۍ هم په یوه خبرپاڼه کې په سړو سیمو کې د پوهنتونونو د پرانيستلو په اړه د ښځینه محصلانو د برخلیک په اړه هیڅ څه نه وو ویلي.

ازادي راډیو د دې راپور ترخپرېدو او هم له هغې مخکې هڅه وکړه، په دې اړه چې نجونې او ښځې به بېرته کله لوړو زده‌کړو ته پرېښودل شي، د دې وزارت د چارواکو یا د طالبانو د نورو ویاندویانو نظر واخلي، خو هغوی زموږ پرله‌پسې اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ.

نجونې محصلانې، ارشيف
نجونې محصلانې، ارشيف

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند تېره اوونۍ ازادي راډیو ته یوازې دومره ویلي وو چې، تر بلې خبرتیا پورې نجونې د دې امر په منلو مکلفې دي.

د طالبانو حکومت په تېره ډسمبر میاشت کې د پوهنتونونو دروازې تر بل امر پورې د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.

د طالبانو د دغې پرېکړې په وړاندې کورني او نړیوال سخت غبرګونونه ښکاره شول او د پوهنتونو یو شمېر استادانو هم د يادې پرېکړې په وړاندې د اعتراض په توګه استعفاوې وکړې.

دغه وضعیت ډېری محصلانې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

"دې وخت کې مو خاصه امادګي نیوله، د خپل پوهنتون له درسي نصاب څخه به مو ځان خبراوه

یوه یې هم د پوهنتون محصله عاقله ده چې وایي، دا او ډېرې نورې محصلانې د طالبانو دغه اقدام ډېرې ناهیلې کړي دي.

نوموړې وايي: "دې وخت کې مو خاصه امادګي نیوله، د خپل پوهنتون له درسي نصاب څخه به مو ځان خبراوه. کتابونه به امو اخیستل کتابچې به مو اخیستې. یو خاص امید مو درلود خو اوس متاسفانه هغه امید نه‌دی پاتې. ځکه چې نه پوهېږو ایا پوهنتون شروع کېږي، نه شروع کېږي."

طالبانو په تېر ډسمبر مياشت کې پر نجونو د پوهنتونو دروازې وتړلې، چې په غبرګون کې يې نجونو محصلانو اعتراضونه وکړل.
طالبانو په تېر ډسمبر مياشت کې پر نجونو د پوهنتونو دروازې وتړلې، چې په غبرګون کې يې نجونو محصلانو اعتراضونه وکړل.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن وایي، د طالبانو چارواکو هیڅ ژمنه نه‌ده کړې چې د نوي تعلمي کال له پیلېدو سره به ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پرمخ پرانیزي.

نېکلاسن چې افغانستان ته د وروستي سفر په ترڅ کې یې په کابل او کندهار کې د طالبانو له یو شمېر جګپوړو چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړي پرون یکشبنې په کابل کې وویل، ده د طالبانو د حکومت له وزیرانو سره په کتنو کې په دې اړه هیڅ کلکه ژمنه وانه ورېده.

نوموړي زیاته کړه، د نجونو او هلکانو، ښځو او سړو د باکیفیته زده‌کړو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانيستل اختیاري نه‌دي.

نن په سړو سیمو کې د لوړو زده‌کړو بهیر داسې مهال پیلیږي چې، د ښوونځیو د نوي تعلیمي کال پیلېدو ته شاوخوا دوه اوونۍ پاتې دي او طالبانو په دې اړه چې ایا د ټولو نجونو پرمخ به ښوونځي بېرته پرانیزي، هم تر اوسه کلکه ژمنه نه‌ده کړې.

طالبانو له څه باندې یونيم کال راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې هم له ښوونځیو راګرځولي چې، دې اقدام یې ډېرې نجونې خپلې راتلونکي ته ناهیلې کړي دي.

د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار په برخو کې لګول شوي محدودیتونه د نړیوالې ټولنې له‌خوا د طالبانو د سرپرست حکومت د نه پېژندلو مهم لاملونه بلل کېږي.

که څه هم نړیوالو په دې برخه کې پر طالبانو ډېر فشار راويستی چې د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار حقونو ته غاړه کېږدي خو طالبانو د نړیوالو فشارونو سره سره تر اوسه خپل دریځ نه‌دی بدل کړی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازي مرستیال رامز الاکبروف هم تېره اوونۍ دا ومنله چې، تر اوسه هیڅ هڅونکې پرمختګونه نه ترسترګو کېږي چې نجونې به بېرته ښوونځیو ته ستنې شي.

د طالبانو چارواکو په کراتو کراتو دا خبره کړې چې د شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار مخالف نه‌دي، خو دا چې کله به دوی نجونې او ښځې بېرته زده‌کړې او کارته پرېږدي، تر اوسه یې په دې اړه واضح څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب