شاته

کندز کې د سوک‌وهنې سیالیو یوولسم پړاو ترسره شو

په کندز کې د سوک‌وهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي سیالیو د یوولسم پړاو اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه.

دا سيالۍ چې د سوک‌وهنې ملي لوبډلي ته د لوبغاړو د غوراوي په هدف د ۲۵ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې، اتلولي د کابل لوبډلې ترلاسه کړه.

په شمال ختېځ زون کې د سوک‌وهنې د فدراسیون مسوول نصیراحمد ازادي راډیو ته وویل: "په دې سیالیو کې د ۲۵ ولایتونو د کیک بوکسینګ ورزشکارانو ګډون کړی و او په دې شپږ ورځینو سیالیو کې کابل لومړی مقام، کندز دویم مقام او بلخ درېیم مقام ترلاسه کړ. دا سیالۍ چې د کندز په کوربه‌توب د سوک‌وهنې د ملي لوبډلي د لوبغاړو د غوراوي په هدف ترسره شوې، هېله بښوونکې وې."

کندز د لومړۍ ځل لپاره د رینګ خاوند شو، د ورزش په تاریخ کې کندز ورزشي رینګ نه درلود.

د کندز د بدني روزنې او سپورټ رئیس قاری سنان وايي، په دې سیالیو کې غوره لوبډلې او غوره لوبغاړي په مډالونو او ستاینلیکونو وستایل شول.

نوموړی وايي: "کندز د لومړۍ ځل لپاره د رینګ خاوند شو، د ورزش په تاریخ کې کندز ورزشي رینګ نه درلود. د دې سیالیو کوربه کندز و او موږ د بدنې روزنې عمومي ریاست ته د یو اسټندرد رینګ وړاندیز کړي و، چې عمومي ریاست زموږ ولایت ته رینګ جوړ او په سپین زر لوبغالي کې نصب کړ او موږ کولی شو په دې رینګ کې نورې رزمي سیالۍ هم ترسره کړو."

کندز کې د سوک وهنې سیالیو یوولسم پړاو
کندز کې د سوک وهنې سیالیو یوولسم پړاو

د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه هغه شمېر لوبغاړو چې په دې سیالیو کې ګډون کړي و وايي، خوښ دي چې په کندز کې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د لار موندنې په هدف سیالۍ پیل شوي دي.

رفیع الله رحیمي چې له پکتیا ولایت څخه يې په يادو سیالیو کې ګډون کړی و ازادي راډیو ته وویل: "موږ د دې سیالیو د ګټلو لپاره ډېرې خوارۍ ګاللي دي او له پکتیا ولایت څخه پوره ټیم مو راويستی دی او موږ په دې سیالیو کې لوبې کوو، ترڅو د سوک‌وهنې د ملي ټیم غړیتوب ترلاسه کړو. موږ غواړو د ورزش له لارې افغانستان ته ویاړونه راوړو."

کندز کې د سوک وهنې سیالیو یوولسم پړاو
کندز کې د سوک وهنې سیالیو یوولسم پړاو

عبدالقدیر چې له کندهار ولایت څخه يې په دې سیالیو کې کډون کړي و وايي: "دغه سیالۍ په نورو ولایتونو وېشل شوي وي او دا ځل دا دی په کندز کې ترسره کېږي او موږ له کندهار راغلي یو. پخوا نا امني وه موږ له یو ولایت نه بل ولایت ته سفر نه‌شو کولی، اوس موږ له کندهار، هلمند، زابل او له نورو ولایتونو څخه سیالیو کې د ګډون لپاره په خپلو شخصي موټرانو کې راغلي یو. زموږ ۷ کسیز ټیم په پوره چمتوالي سره دې سیالیو ته راغلی دی."

د افغانستان د سوک‌وهنې ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د غوراوي په دې سیالیو کې چې د کندز په کوربه‌توب ترسره شوې، له ۲۵ ولایتونو څخه ۱۴۲ ورزشکارانو په کې کډون کړي وو او له دې شمېر څخه ۸۵ لوبغاړو د سوک‌وهني ملي لوبډلې ته لاره پيدا کړه.