شاته

توماس نېکلاسن طالب مشرانو ته: د نجونو ښوونځي پرانيزئ او ټول‌شموله حکومت جوړ کړئ

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن د طالبانو له‌خوا د واک په انحصار نیوکه کړې او ویلي یې دي، د افغانستان تېر حکومت همدې انحصار ونړاوه.

هغه دا خبره د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې کړې.

د مولوي عبدالکبیر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دې لیدنه کې چې د اروپايي ټولنې شارزدافیرې رافایلا یودیچي هم په کې ګډون کړی و، توماس نېکلاسن ویلي، طالبان دې له حکومت څخه بهر د متخصصو او باتجربه افغانانو سلا مشورې هم واوري.

طالبان دې له حکومت څخه بهر د متخصصو او باتجربه افغانانو سلا مشورې هم واوري.

توماس نېکلاسن همدا ډول د نجونو پر زده‌کړو د ټینګار تر څنګ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې.

دا له نږدې پنځه میاشتو وروسته له طالب چارواکو سره د توماس نېکلاسن لیدنه ده چې د افغانانو د حقونو په خوندیتوب یې په‌کې ټینګار کړی دی.

نوموړي د روان میلادي کال په مې میاشت کې هم له طالب چارواکو سره پر د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان نجونو او ښځو د نقض شویو حقونو او پر دوی د لګولو شویو محدودیتونو د لرې کولو په اړه خبرې کړې وې، چې په ښکاره ډول یې کومه نتیجه نه‌ده ورکړې.

د نجونو يو ښوونځي، ارشيف
د نجونو يو ښوونځي، ارشيف

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي همدا ډول له افغانانو سره د بشري مرستو په دوام هم تاکید کړی او تر خوا یې د خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې.

د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر لیکي، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر هم ویلي، له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي، د ټول‌شموله حکومت جوړېدو ته ژمن دي او تر څنګ یې دیني او عصري زده‌کړې د هر افغان دیني او بشري حق بولي.

خو پر طالبانو نیوکه کېږي چې، له ژمنو سره سره یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو او د پوهنتونونو د پرانستو لپاره هیڅ عملي ګام نه‌دي پورته کړی.

ترڅنګ یې د حکومت ټولې لوړې چوکۍ د خپلو کسانو ترمنځ وېشلي او په ټېټه کچه یې هم ډېر شمېر پخواني کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د خپلې ډلې کسان ګمارلي دي.

خو له دې ټولو سره سره، طالبان خپل اوسنی رژیم همه‌شمول ګڼي، هغه ادعا چې د نړیوالې ټولنې او خپله د افغان سیاسیونو او افغانانو له‌خوا پرې نیوکه شوې.

يو شمېر طالب مشران
يو شمېر طالب مشران

په ورته وخت کې د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي دفتر هم په یو توېټ کې لیکي، چې ښاغلي کرزی سره د مرکزي ولایتونو د یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو په کتنه کې، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو په پرانیستلو او دندو ته د ښځو د بېرته ګرځېدوغوښتنه شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، دې لیدنه کې په افغانستان کې د تل‌پاتې ثبات لپاره د ملي ډیالوګ په پیل هم ټینګار شوی دی.

له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه هم همدا ده چې په واک کې د ټولو افغانانو د ګډون لپاره زمینه برابره کړې او د دې کار لپاره اړینه ده چې د افغانانو ترمنځ په ملي کچه خبرې پیل شي.

خو طالبانو تر اوسه د دې ډول خبرو د پیل لپاره هیڅ عملي ګام نه‌دي پورته کړی.

اړوند مطالب