شاته

ارزګان د کورونو سرپرستې مېرمنې له کومو ستونزو سره مخ دي؟

ارزګان کې يو شمېر هغه مېرمنې چې نالوستي دي او اوس د کورنيو مسؤليتونه ورتر غاړې دي، له بېلابېلو ستونزو شکايت کوي.

يوې نجلۍ ازادي راډيو ته وويل: "که ما زده‌کړې کړي وای اویا مې کوم کسب زده‌کړی وای، نو اوس به ماهم دنده درلودی او خیرات به مې نه ټولولی."

د بې شمېره ارمانونو سره دا پېغله شاوخوا دوې لیسزې د کور په څلور دېوالۍ کې د ژوند له پرمختګونو بې برخې ساتل شوې ده.

دا کامله نومیږي، ۲۹ کاله عمر لري، د څلورو ماشومانو مور ده. د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ اوسېدونکې ده او مېړه یې د تېرې ۲۰ کلني جګړې پر مهال د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی.

دې ته اوس د کورنۍ د پالنې مسولیت ورله غاړې دی.

کاملې ازادي راډيو ته وویل، که طالبانو د خپلې تېر ځلې واکمنۍ پر مهال دا او د دې په شان نورې نجونې زده‌کړو ته پرې ايښې وای، نن به یې چاته د خیرات لاس نه غځولی.

نوموړې وايي: "زما پر زړه دا ارمان پاتې دی چې کاش زده کړې مې کړي وای. اوس به مې کوم ځای دنده لرلای او معاش به مې درلودای. کور ته به مې ګټه راوړلای. اوس نو نالوستې پاتې شوې یو. اوس مو ارمان دا دی چې ښځو ته خپل حقوق ورکړل شي. او د نجونو پر مخ ښوونځي خلاص شي چې زموږ د ماشومانو راتلونکی روښانه شي ځکه له موږ څخه خو هر څه پاتي شول دا دی ټوله ورځ خیرات ټولوو."

ارشيف
ارشيف

دا یوازي کامله نه‌ده چې زړه یې د وخت له واکمنو طالبانو او د سیمې د خلګو څخه د ګیلو ډک دی، بلکې په ارزګان ولایت کې زرګونو ښځې همداسې د څلور دېوالونو تر شا له پرمختګ او زده‌کړو لیرې ساتل شوې دي.

له دغو ښځو یوه بله د ارزګان ولایت د چینارتو ولسوالۍ اوسیدونکې ده، دا پښتنه نومیږي او وايي، د طالبانو د تېرې دورې پر مهال له زده‌کړو پاتې شوې ده.

دا وايي، طالبان باید د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي چې د افغانستان نیمايي نفوس یو ځل بیا بې برخلیکه نه‌شي.

دا مېرمن وايي: "زه وایم کاش خیاطي مې زده وای، کاش زده‌کړې مې کړي وای اوس به مې خپلو ماشومانوته حلاله نفقه برابرولای. دا چې زه نالوستې یم او زده‌کړې مې نه‌دي کړې، نو موږ خوار او زار یو او په کور کې د سهار او ماښام ډوډۍ نه‌لرو، په لسو ورځو کې موږ په کور کې پخلی نه‌دی کړی."

د څلورو دېوالونو تر شا او په شنو چادریو پوښل شوې دا مېرمن چې له بیرې خپل غږ نه‌شې پورته کولای، له نړیوالو غوښتنه کوي چې د دوی حقوقو لپاره دي پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

نوموړې وايي: "زموږ غوښتنه له نړیوالو څخه دا ده چې باید زموږ د حقوقو په تر لاسه کولو کې راسره مرسته وکړي تر څو موږ له خپلو حقوقو څخه برخمنې شو."

له هغه راهیسې چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه بېرته پر افغانستان واکمن شوي، په تېرو شاوخوا ۱۷ میاشتو کې یې تر بل هر څه ډېرې توصیې او فرمانونه يې د ښځو په اړه کړي دي چې په نتیجه کې يې افغان ښځې شکایت کوي چې د دوی ژوند محدود شوی دی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:09 0:00

اړوند مطالب