شاته

طالبان به نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي؟

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي طالب چارواکو ته ویلي، دوی له افغانانو سره د مرستو دوام ته ژمن دي.

نوموړي ټینګار کړی چې، ټول افغانان د تعلیم او تحصیل برابر حق لري، حق غواړي او موږ هم د دواړو له زده‌کړو ملاتړ کوو.

توماس نېکلاسن د طالبانو له حکومته غوښتي، چې د هلکانو او نجونو دواړو په مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.

زموږ همکار مرسلین ارسلا، پر همدی موضوع د ښځو د حقونو له فعالې، ښایستې صافۍ سره مرکه کړی او په پیل کې یې ترې پوښتلي، اوس چې د نوي تعلیمي او تحصیلي کال پیل ته څو محدودې ورځې پاتې دي، نو هیلې شته چې طالبان دې نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي؟

دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:37 0:00