شاته

کاري بنديز ښځينه کارکوونکې څومره اغېزمنې کړي؟، د يو شمېر مېرمنو ځوروونکې کيسې

"د خدای روی ته وګورئ، د قران روی ته وګورئ ،کور کې ماشومان لرو،مریضان لرو، له موږ څخه زموږ کار او ډوډۍ مه اخلئ."

د لوګر ولایت اوسېدونکې دا مېرمن چې د پنځو ماشومانو مور ده او د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وايي، دولس کاله په نا دولتي ادارو کې د کار کولو تجربه او لوړې زده کړې لري.

نوموړې وايي، د خپلې کورنۍ سرپرسته ده خو اوس پر کور ده.

دا مېرمن وايي: "زه نه پوهېږم دوی په کوم عدالت حکومت چلوي، غوښتنه مو دا ده چې په خلکو ورحمېږئ، په ولس ورحمېږئ او د کار او تحصیل زمینه ورته برابره کړئ. طالبانو حکومت دې د ښځو پر سر سیاسي معامله نه‌کوي او ښځې دې خپل هدف ته د رسېدلو وسیله نه جوړوي."

طالبانو د تېر میلادي کال په دسمبر میاشت کې افغان نجونې او ښځې په نا دولتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې له کار کولو راګرځولې.

يوه محصله چې د پوهنتونو له بندېدو سره يې خياطي شروع کړې.
يوه محصله چې د پوهنتونو له بندېدو سره يې خياطي شروع کړې.

نورزیې نیازۍ په لغمان کې خلکو ته د روغتیا او جبري ودونو، ‌ذهنیت جوړونې کلتور او عنعناتو په برخه کې کلیو او بانډو کې عامه پوهاوی ورکاوه.

نوموړې وايي، د دې په خبره کار یې په خلکو ډېر اغېز درلود او تر ډېره توانېدلې وه چې، د ناوړو رواجونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.

خو نورزیه وايي، اوس بېرته کیسه زړه په زړه ده، په خبره یې داسې کسان یې هم لیدلي چې دولس کلنه نجلي یې ۵۰کلن سړي ته د ۴ لک افغانۍ ولور په بدل کې ورکړې ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "اوس ډېر ځورونکی حالت دی، زما په شمول ډېرې خویندې د کورنۍ سرپرستې وې او دکور لګښت یې دمؤسساتو له طریقه پوره کاوه، اول زما ۲۵ زره معاش و د کور اړتیاوې مې پوره کولې خو اوس پر کور ناستې یو، په رواني تکلیفونو اوښتې یو، ذهن مو خراب شوی، د دغه امر په صادرولو دوی د ښځو شل کاله خواري په اوبو لاهو کړه."

"اوس ډېر ځورونکی حالت دی، زما په شمول ډېرې خویندې د کورنۍ سرپرستې وې

په نا دولتي مؤسسو کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د کار د بندیز د پرېکړې په غبرګون کې ډېرو نړیوالو مؤسسو خپل کارونه ځنډولي او یا یې کم کړي دي.

د جوزجان ولایت اوسېدونکې نسرین ارزو وایي، په سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې یې ۹۰۰۰ ښځې په پښو ودرولې او د کار زمینه یې ورته مساعده ګړه، خو اوس د دغه زرګونه ښځو په سر کې دا هم ده، چې پر کور ناستې دي.

اغلې ارزو وايي: "ما دیارلس کاله په انکشافي پروژو کې کار وکړ، د جوزجان په څلورګونو ولسوالیو اندخوی او د فاریاب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې ۹۰۰۰ ښځې مې د انکشافي پروژو په وسیله په پښو ودرولې، خو دو کاله کېږي بې‌کار یم، هغوی هم بې‌کاره دي، د ژوند وضیعت مو ډېر خراب دی، روح او روان مې اصلا ښه نه‌دی."

يو شمېر کارکوونکې نجونې، ارشيف
يو شمېر کارکوونکې نجونې، ارشيف

طالبانو په داسې حال کې په افغانستان کې په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، چې مخکې یې په ډېری دولتي ادارو کې هم دوی له کار کولو راګرځولې وې.

د کونړ ولایت اوسېدونکې همرا صافۍ هم د خپل ژوند له بد وضیعت شکایت کوي او وایي، نه یوازې ښځې بلکې نارینو ته هم د کار زمینه برابره نه‌ده او حیرانه ده چې دا وضیعت به کومې خواته ولاړ شي.

نوموړې وايي: "د ښځو د کار کولو په بندیز سره زموږ ژوند کې ډېری ستونزې پیدا شوي، زموږ خویندې د کورونو مسؤلیت پر غاړه لري، مؤسساتو سره مو ژوند برابر و، ډېری ستونزې مو هوارې وې اوس چې فعالیتونه بند شوې دي، ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخ دي، غوښتنه مو دا ده چې ښځو ته اجازه ورکړل شي ځکه سالمه مور، سالمه ټولنه اوسالم هېواد تربیه کوي."

د طالبانو حکومت په داسې حال کې په نا دولتي مؤسساتو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، چې مخکې له دې بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د خلکو د ناسم اقتصادي وضعیت، د بې روزګاري د زیاتېدو او بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د خوست ولایت اوسېدونکې محبوبه اکبر بیا د بلې ښځې کیسه کوي چې، په مؤسسه کې د کار د بندیز سره له څه ستونزو سره مخ شوې.

دا وایي: "دا درې میاشتې کېږي چې بندیز ولګېده، ماشومان یې دي، مېړه یې نه‌شته، په کرایي کور کې ناسته ده، هغه څه پس انداز یې چې درلود د ماشومانو په تعلیم، ورځني خوراک اوکرایه باندې یې ولګولې، همداسې سلګونه او زرګونه ښځې په هر ولایت کې اوسیږي، ورته حالت سره مخ دي یو کال وروسته کې حالت همداسې ادامه وکړي نو افغانستان کې به یو روغ کس هم ونه‌لرو."

"دا درې میاشتې کېږي چې بندیز ولګېده، ماشومان یې دي، مېړه یې نه‌شته

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د داشان یو وضعیت د رامنځته کېدلو له امله ډېری افغانان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي، چې په نورو هېوادونو کې هم له ستونزو او کړاونو سره ډک ژوند تېروي.

دوی وايي، هیله‌من وو، چې سوله به راشي، ژوند به یې ښه شي خو دا هیلې یې، هیلې پاتې شوې.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې خوشبو قریشي اته کاله په نا دولتي مؤسسو کې کار کاوه، دا د خپلو خویندو او ورونو یوازینۍ سرپرسته ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زه په شخصي ژوند کې ډېرو ستونزو سره مخ یم حتی د پلار درمل نه‌شم اخيستلی ځکه هغه ناروغ دی، دوا یې پکار ده او دوا ته پیسې پکار دي کوم چې نه‌شته، څومره چې نارینه حق لري په ټولنه کې ښځې هم حق لري که همداسې ادامه ولري د لوی ناورین سره به مخ شو، له څه سره چې اوس مخ یو، موږ روحا او جسما مړه یو ژوندي نه یو، موږ دوه کاله کېږي په یو زندان کې اوسو."

يوه مېرمن چې ګلدوزي کوي، ارشيف
يوه مېرمن چې ګلدوزي کوي، ارشيف

د یادونې ده چې طالبانو په نادواتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز تر څنګ په افغان ښځو ګڼ نور محدودیتونه هم لګولي دي.

له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې یې پرې بندې کړي، له پوهنتونو یې راګرځولې، دغه شان نورو عامه ځایونو لکه ورزشي کلبونو، ښاري ښځینه حمامونو او پارکونو ته د تګ اجازه هم نه‌لري.

دغه راز حجاب یې پرې اجباري کړی او ورته یې ویلي، چې له شرعي محرم پرته د لرې واټن سفر هم نه‌شي کولی.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونو سره مخ شوي خو دغو غبرګونونو دوی د پرېکړو بېرته اخیستلو ته نه‌دي اړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په تېره کې، په نا دولتي مؤسسو کې د ښځو د کار بندیز په اړه د طالبانو د حکومت د پرېکړې دفاع کړې ده.

اړوند مطالب