شاته

ايران؛ ۱۵ ښارونو کې د نجونو پر ښوونځيو د زهرجنو ګازو بريدونه شوي

د دې بریدونو له امله سلګونه نجونې مسمومې او اکثر یې روغتونو ته وړل شوې دي.

د راپورونو له‌مخې بندر عباس، اهواز، مشهد، نیشاپور، شیراز، تهران، اصفهان، تبریز، زنجان، ابهر، فولادشهر، ګیلانغرب، خلخال، کرج، هفتګل، شهریار او ګونباد کاووس هغه ښارونه دي چې، د نجونو ګڼ ښوونځي په‌کې د یکشنبې په ورځ د زهرجنو ګازو د بریدونو هدف ګرځېدلي.

ویره یې شته چې د دغو زهرجنو ګازو د بریدونو په دوام سره به نجونې له ښوونځیو محرومې شي.

د ازادې اروپا راډیو د فردا څانګې د راپور له‌مخې د تهران په جنوب کې د یوه ښوونځي له شپږو سوو نجونو زده کوونکو د یکشنبې په ورځ یوازې لس نجونې ښوونځي ته تللې وې.

له بلې خوا د هغو ښوونځیو نجونې زده‌کوونکې هم له ښوونځیو وتلو ته نه پرېښودل کېږي چې زهرجن ګاز پرې کارول شوي دي.

د ښوونځيو د مدیرانو او د نجونو د والدینو تر منځ په ځینو ښارونو کې شخړې هم شوي دي.

پر خواله رسنیو د نجونو د مسمومېدو او د ښوونځیو ګڼې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي.

ايران کې زده‌کوونکې له ګازي بريد وروسته
ايران کې زده‌کوونکې له ګازي بريد وروسته

پرون هم د تهران په شمول د ایران په لږ تر لږه ۳۳ ښارونو کې د نجونو ښوونځي د زهرجنو ګازو د بریدونو هدف ګرځېدلي.

که څه هم له شاوخوا دوو میاشتو د ایران د نجونو په ښوونځیو دا بریدونه دوام لري خو حکومت وايي چې، لا یې د اصلي عاملینو په نیولو نه‌دي بریالي شوي.

د ایران د پوهنې وزیر یوسف نوري بیا رسنیو ته ویلي: "د ښوونځیو د تدوام په تګلاره باندې کار روان دی. موږ د نجونو د میندو او پلرونو څخه بښنه غواړو او د هغوی اندېښنې درک کوو."

خو پر ښوونځیو د زهرجنو بریدونو له دوام سره، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مجید میراحمدي ادعا وکړه چې "ستونزه تر هغه ډېره کوچنۍ ده چې ښکاره کېږي.."

هغه د دغو بریدونو له امله د رامنځته شویو پېچلتیاو یوه مهمه برخه د محصلینو "اضطراب" او "فشار" ته منسوب کړه، خو په دې اړه یې کوم دلیل او مستند توضیحات ورنه‌کړل.

ايران کې زده‌کوونکې
ايران کې زده‌کوونکې

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د مسیح دانشوري روغتون د عاجلې څانګې متخصص محمد رضا هاشمیان ویلي، هغه ګازونه چې د محصلینو د مسمومولو لپاره کارول کېږي، "مکس یا ګډ" دي او د عامو خلکو لپاره ورته لاس‌رسی ممکن نه‌دی.

د ایران په پارلمان کې هم د ځینو ښارونو استازیو د نجونو د مسمومیت په دوام باندې نیوکه وکړه او مجلس د څو شېبو لپاره لانجمن شو.

اخوا په تهران کې ګڼو میندو او پلرونو پرون مظاهره وکړه.

دوی په خپلو مظاهرو کې هم د ایران پر رژیم او هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت باندې کلکې نیوکې وکړې.

اکثر مظاهره‌چیان او د رژیم منتقدین تور پورې کوي چې، د ایران رژیم عوامل په خپله د زهرجنو ګازو په کارولو د نجونو په مسمومولو کې ښکېل دي.

اړوند مطالب