شاته

په عراق کې د موټر بمب چاودنې ۳۰ تنه ووژل

د عراق پولیس او د روغتون چارواکي وايي چې د موټر بم په یوې چاودنه کې چې د بغداد په یوه مصروفه مارکيټ کې شوې ده، لږ ترلږه ۳۰ کسه وژل شوي او ۲۵ کسه نور ټپیان دي.

برید د دوشنبې( جنورۍ ۲) په ورځ د یوه پک اپ موټر په ذریعه چې د چاودیدونکو توکو څخه ډک و، شوی دی.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش ددې ډلې پر ویب پانې، اعماق باندې د یوې بیانیې په خپرولو سره ددې برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

د وژل شویو کسانو اکثریت یې هغه کسان دي چې د روزمزد دپاره په لین کې ولاړ وو.

بریدکونکي د صدر په ښارګوټي کې چې د بغداد په ختیځ کې موقیعت لري د ترکاریوو او میوو په یوه مارکیټ کې برید کړی دی.

صدر شعیه میشته سیمه ده او په دې ورستیو کې په دوامداره ډول د تروریستي حملو شاهده ده.

برید په داسې حال کې وشو، چې د فرانسې ولسمشر فرانسوا هولانډ عراق ته تللی چې د حکومتي چارواکو او هلته میشت فرانسوي ځواکونو سره وګوري.