شاته

پخوانی کپټان نوروز منګل د کرکټ د غوراوي د کمېټې مشر شو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني کپټان له ملي لوبډلې استعفی ورکړه او د کرکټ بورډ له خوا د ملي لوبډلې د غوراوي د کمېټې مشر وټاکل شو.

د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته نوروز منګل د چیف سلیکټر یا د غوراوي د کمېټې د مشر په توګه وپيژانده وې ویل چې له دې وروسته به د نوروز منګل په مشرۍ د غوراوي کمېټه په پوره واک او خپلواکي ملي لوبډلو ته لوبغاړي غوره کوي او هیڅ څوک د غوراوي په کمېټه کې د لاسوهنې حق نه لري.

عاطف مشعل وویل" د کرکټ بورډ مشر، اجرائيه رئیس د کرکټ بورډ ادارې کارکوونکي هیڅوک ددې حق نه لري، چې د غوراوي په کمېټه کې واک ولري، د لوبغاړو ګمارنه ددې کمېټې کار دی او د یو لړ اصولو چې په پخوا د غوراوي کمېټې لپاره جوړ شوي دي، د لوبغاړو غوراوی به کیږي".

د کرکټ بورډ مشر له سیاستوال او هغو نه چې په کرکټ کې ځانونه ښکیل بولي، وغوښتل چې د لوبغاړو لپاره واسطه کېدل د وخت ضایع کول دي او په کرکټ بورډ دې فشار نه راوړي.

نوروز منګل له یوې لسیزې زیات په ملي لوبډله کې د کپټان او یا د لوبغاړي په توګه پاتې شوی او د ملي لوبډلې یو له مجربو لوبغاړو نه دی.

د غوراوي په کمېټه کې د نوروز منګل ترڅنګ عبدالولي امین او احمدشاه احمدي هم غړیتوب لري.

عبدالولي امین د ملي لوبډلې مدیر هم دی او د درېیمې کچې روزونکی هم پاتې شوی، احمد شاه احمدي بیا د ملي لوبډلې کيڼ لاسی بېټسمین وو.

تر دې وړاندې د کرکټ د غوراوي کمېټه د دولت احمدزي، رئیس احمدزي او مجاهد ځدراڼ له خوا پرمخ وړل کېده.

ددې ترڅنګ کرکټ بورډ د ډيسپلین کمېته هم جوړه کړې ده، ددې کمېټې لپاره د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی هستي ګل عابد ټاکل شوی دی. د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی رئيس احمدزی د ډیسپلین د کمېټې غړی دی.

کرکټ بورډ وايي، په پنځو زونونو کې به د کورني کرکټ د ودې لپاره اکاډمیانې هم جوړوي او ددغو اکاډمیو کار مخ په خلاصېدو دی.