شاته

روسیه له حزب اسلامي سره د سولې د تړون مخه نیسي

افغان او د لویدیځ‌ ځېنې ډیپلوماتان وايي روسیه د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي‌ ډلې سره د سولې د شوې موافقې د ځنډولو هڅې کوي.

افغان حکومت هیله مند دی چې دا تړون به طالبان وهڅوي‌ چې د سولې خبرې پیل او د حزب اسلامي‌ لاره تعقیب کړي، خو ښايي د روسیې په دې کار سره د افغان حکومت په مشرۍ د سولې روانې هڅې ټکنۍ او زیانمنې شي.

افغان حکومت له حزب اسلامي‌ سره د سولې تړون له لاسلیک کولو وروسته د ډسمبر په میاشت کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د دغې ډلې د مشر،‌ ګلبدین حکمتیار،‌ نوم د خپلو بندیزونو له لست نه لېرې کړي.

ملګرو ملتونو د القاعده ډلې سره د اړیکو لرلو له کبله د ښاغلي‌ حکمتیار نوم د خپل بندیزونو په لست کې شامل کړی دی. د تړون له مخې د حزب اسلامي ډلې نور غړي به په حکومت کې داخل شي‌ .

د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه لس ورځې وخت لري چې په دا ډول مسایلو کې خپل دریځ روښانه کړي، خو د وال سټریټ ژورنال د راپور په اساس،‌ روسیې ویلي‌ چې په دې اړه پرېکړې کولو لپاره تر دې زیات وخت ته هم اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې روسیه شپږ میاشتې لري چې د خپل دریځ په اړه دلایل وړاندې کړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د دوشنبې په ورځ وویل چې روسیې له لست نه د ښاغلي‌ ګلبدین د نوم د لېرې کولو مخه نه ده نیولې بلکې ځنډولې یې ده.

خو هغې ونه ویل چې ولې روسیې په دې اړه نور وخت غوښتی. د ملګرو ملتونو چارواکو د دغه راپور تر خپرولو پورې په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

روسیې تېره اونۍ پاکستاني او چینايي‌ چارواکي وربللي‌ وو چې په افغانستان کې د داعش د نفوذ پر مخنیوي خبرې وکړي، ځیني‌ امریکايي‌ او افغان چارواکي په دې باور دي چې شاید د مسکو د دغه کار هدف په منځنۍ اسیا کې د امریکا د نفوذ مخه نیول وي.

یو بهرني ډیپلومات وویل چې روسیه له لست نه د ګلبدین د نوم د نه لېرې کولو لپاره هېڅ‌ دلیل نلري،‌ بلکې غواړي چې خپل دریځ‌ ثابت کړي.

که د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لست نه د ښاغلي‌ حکمتیار نوم لېرې نشي،‌ د سولې تړون ته زیان رسیږي‌ او د ګلبدین حکمتیار د نیولو حکم په خپل حال پاتې کیږي.

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر غني‌ یو ویاند وویل چې ټول هېوادونه باید د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو او د سولې د تړون ننګه او ملاتړ وکړي.

د حزب إسلامي ویاند حمید عزیز بیا ټېنګار وکړ چې باید افغان حکومت پر ملګرو ملتونو فشار راوړي‌ چې د ښاغلي‌ حکمتیار نوم د بندیزونو له لست نه وباسي.

نوموړي‌ وویل هر هېواد چې د بندیزونو له لست نه د حزب اسلامي‌ د مشر د نوم له لېرې کولو سره مخالفت کوي،‌ په افغانستان کې د سولې او ثبات سره مخالفت کوي او بلکې د روان جنګ دوام غواړي.

کابل د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر په میاشت کې له حزب اسلامي سره د سولې تړون وکړ چې امریکا او د ناټو سازمان یې هرکلی وکړ او داسې هیلې پیدا شوې چې شاید طالبان هم د حزب اسلامي پر پل قدم کېږدي‌ او په افغانستان کې روان جنګ ختم شي.