شاته

یو افغان کډوال د قاچاقبرو په زندان کې د سختیو کیسه کوي

په ټولنیزو رسنیو کې داسې یوه ویډیو خپره شوې چې پکې یو افغان ځوان ښودل کیږي، چې د انساني قاچاقبرو په بند کې پروت دی او شکنجه کیږي.

د ویډیو په اړه ویل کیږي چې دا د هغو افغان ځوانانو د جملې نه دي چې د اروپا په لور د تگ په مهال د قاچاقبرو لاس ته ورغلي او هغوي ورنه غواړي چې د خپلو کورنیو نه نورې پیسې هم وغواړي گني همداسې به سخت بند تیروي.

د دې ویډیو د خپریدو نه پس یو بل افغان ځوان محمد وصال د امریکا غږ اشنا راډیو سره رابطه وکړه او ویې غوښتل چې د هغو ظلمونو داستان بیان کړ چې استنبول کې د قاچاقبرو په یو زندان کې په ده تېر شوي.

محمد وصال وايي چې دا وخت ډېر شمېر افغان ځوانان د قاچاقبرو په بند کې پراته دي

محمد وصال وايي چې دا وخت ډېر شمېر افغان ځوانان د قاچاقبرو په بند کې پراته دي

محمد وصال وايي چې د افغانستان ته تر ترکېې پورې رسیدو نه مخکې یو افغان د لسو قاچاقبرو په لاس خرڅیږي او هر یو ورسره جلا چلند کوي.

دی وايي چې دی چې استنبول کې د کومو قاچاقبرو سره و، اوله کې ورسره سم چلند کوه، خو بیا ېې ورباندې سختي شروع کړه، وهل ټکول او حتی چې د برق شاټ ورکولو هڅه ېې هم وکړه او غوښتل ېې چې دی خپلې کورنۍ ته زنگ ووهي او نورې پیسې هم را وغواړي.

د نوموړي افغان کډوال په وینا د ترکېې دولت د دوي مشکل ته هیڅ پام نه کوي او د افغانستان د دولت نه غواړي چې د قاچاقبرو د لاسه د افغانانو د ژغرولو دپاره جدي اقدام وکړي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.