شاته

شان سپایسر: پرروسیه باندې د بندیزونو دلگولو موخه سیاسي ده

سناتور جان مکېن: پکارده امریکا د وېلادي میر پوټین په وړاندې ودریږي او پر روسیه لا سخت بندیزونه ولگول شي

د سپېنی ماڼۍ راتلونکي مطبوعاتي سکرتر شان سپاېسر د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دې خبرې دفاع وکړله چې وايي "دی په داسې شیانو پوهېږي چې نور پرې نه پوهېږي" هغه داخبره پر روسیېباندې د کمپېوټري غلاد ادعا په اړه کړې ده.

شان سپایسر د فاکس خبری چېنل ته وویل منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته د استخباراتو او ملي امنیت له خوانه هره ورځ معلومات ورکول کېږي. هلته داسې نه معلومېږي چې داسې قانع کوونکي شواهد دې موجود وي چې د انتخاباتو په وخت کې ددموکرات گوند د ایمیلونو د غلا کولو ترشا دې د روسانو لاس وي.

ښاغلي سپاېسر هغه رپوټونه هم بابېزه وبلل چې نن ددوشنبی په ورځ د ایف بي آی او کورني امنیت د وزارت له خوانه د روسانو د کمپیوټري غلا په اړه خپاره شول.

سپاېسر د ان بي سي تلویزیون سره په مرکه کې د برحال ولسمشر براک اوباما له خوانه پرروسیه باندې د بندیزونو لگولو موخه سیاسي وبلله، ځکه یوازې هغه وخت ېې دا بندیزونه ولگول چې دموکراتې هېلري کلنټن انتخابات بایلل.

د متحده ایالاتو ولسمشر براک اوباما او میشل اوباما د رخصتۍ له خلاصیدونه وروسته له پرل هاربر نه روانیږي

د متحده ایالاتو ولسمشر براک اوباما او میشل اوباما د رخصتۍ له خلاصیدونه وروسته له پرل هاربر نه روانیږي

خو د متحده ایالاتو ولسمشر براک اوباما وايي دغه ٣٥ روسي دیپلوماتان له دې امله وایستل شول چې هغوی په حقیقت کې جاسوسان ول. له همدې امله دروسېې د جاسوسي ادارو خلاف دنویو بندیزونو لگولو امر هم ورکړ شوېدی. پرهغوی باندې داتور لگول شوی دی چې دا نتخاباتو په دوران کې ېې د متحده ایالاتو د یوشمیر ادارو کمپېوټرونه هک کړي دي او معلومات ېې ترینه غلا کړيدي.

دکانگرس درې مشهور غړي جان مکین، لنډزې گراهام او اېمي کلوبوهار

دکانگرس درې مشهور غړي جان مکین، لنډزې گراهام او اېمي کلوبوهار

په همدې تړاو په دې نیژدی ورځو کې په دواړو گوندونو کې د کانگرس مشهورو غړیو لکه جان مکین، سناتور لنډزې گراهام او اېمي کلوبوهار د روسیې له خوانه دغه سایبري غلا او لاسوهنه محکومه کړېده. هغوی وویل پکارده امریکا د وېلادي میر پوټین په وړاندې ودریږي.

د کانگرس غړېو پرمسکو د لا سختو سزاگانو د لگولو سپارښتنه هم کړېده.

دموکرات استازی آډم شېف وايي " په دې مسله کې د استخباراتو دټولوادارو قضاوت شامل دی. په همدی توگه د کانگرس د استخباراتي کمیټو غړيدموکراتان او جمهوري غوښتونکی ټول شامل دي. په موږ کې یو تن هم په دې کې پوښتنه نلرو خو یوازینی سړی چی ددې قضاوت په اړه پوښتنه لري هغه ډانلډ ټرمپ دی".

ولسمشر اوباما له همدې امله په متحده ایالاتو کې د روسیې دوه ادارې یوه په مریلنډ او بله په نیویارک کې بندې کړلې. خو د ولسمشر اوباما پر دېفیصله چې روسي دیپلوماتان ېې له هېوادنه و ایستل یوځل بیا د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خوانه انتقاد وشو.

منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خبریالانو سره خبرې کوي او د هغه میرمن میرمن میلانیا ټرمپ هم لیدل کېږي

منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خبریالانو سره خبرې کوي او د هغه میرمن میرمن میلانیا ټرمپ هم لیدل کېږي

د متحده ا یالاتو منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل " زه د کمپېوټري غلا په اړه ډېر معلومات لرم او دکمپیوټري غلا ثابتول ډېر سخت کاردی. نو کېدلی شي چی دا بل څوک وي".

له بل پلوه،هغه پنځه دیرش روسي دیپلوماتان نن ددوشنبې په ورځ سهار دوخته روسیې ته ورسېدل چې د ولسمشر براک اوباما له خوانه ورتهله متحده ایالانو نه د وتلو امر شوی و.

دیپلوماتانوکورنۍ او هغوی ټول د مسکو په هوايي میدان کې نن سهار د ځايي وخت په شپږو بجو ښکته شول.

مبصرین وايي داسې ښکاري چې د روسي دیپلوماتو وتل به په روان نوي کال کې او د ولسمشر اوباما په پاتې وخت کې یوه ستره او ستونزمنه مسله وي.