شاته

د افغانستان د مخابراتو وزیر دنده د مالي تورونو له امله ځنډول شوې ده

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، په مالي چارو کې د سرغړونو له امله افغان ولسمشر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي دنده ځنډولې ده.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال امریکا غږ ته وویل، په حکومت کې دننه د پلټونو پر مهال د مخابراتو د وزیر په خلاف یو شمیر اسناد ترلاسه شوي دي، چې د پلټنو تر بشپړیدو د هغه دنده ځنډول شوې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال زیاته کړه، چې د ښاغلي وحیدي پر سر د لګیدلو تورونو د څیړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

ښاغلي مینه‌پال وویل "د دغه پلاوي د څیړنو د نتایجو تر روښانه کیدو، د مخابراتو د وزیر دنده ځنډول شوې ده."

پر عبدالرزاق وحیدي د لیګیدلو مالي تورونو د څرنګوالي جزئيات لا تر اوسه څرګند شوي نه دي.

ښاغلی وحیدي د افغانستان د کابینې په هغو اوو وزیرانو کې شامل دی، چې د ولسي جرګې له خوا بې‌واکه شوي دي.

عبدالرزاق وحیدي د ۱۳۹۴ کال په جدي میاشت کې هم په خپل وزارت کې د بې‌ځایه ګومارنو او اداري فساد له امله د ولسي جرګې له خوا استیضاح شوی وو، خو هغه مهال یې د وکیلانو باور بیرته ترلاسه کړ.