شاته

افغانستان څلور کلنه امنیتي ستراتیژي جوړوي

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې ته د وینا پر مهال وویل، روانو ناامنیو خلک انديښمن کړي او زیاته یې کړه، چې د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره د څلور کلنې امنیتي ستراتیژۍ پر جوړولو کار روان دی.

د ښاغلي عبدالله پر وینا، د افغانستان د ملي امینت شورا په خپلو غونډو کې د دغه هیواد د امنیتي وضعیت د ښه کیدو پر سر ارزونې کوي او په دې برخه کې به څلور کلنه ستراتیژي جوړه کړي.

اجرائيه رئيس وویل "د ملي امنیت شورا په غونډو کې تفصیلي بحثونه روان دي، ژمنی پلان او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره برنامې په پام کې دي، چې ورباندې بحثونه کیږي."

ښاغلي عبدالله د دغې امنیتي ستراتیژۍ په اړه زیات جزئيات ورنکړل.

افغانستان په داسې حال کې د څلور کلنې امنیتي ستراتیژۍ پر جوړولو کار کوي، چې افغان ځواکونو تیره ورځ د دغه هیواد په دیارلسو ولایتونو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره یرغلیز او چاڼیز عملیات ترسره کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل، دا مهال اته ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې دي او ټاکل شوې چې افغان ځواکونه په کې عملیات ترسره کړي.

د ښاغلي رادمنش پر وینا افغان ځواکونه به د ژمي په موسم کې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره په پنځو او یا شپږو ولایتونو کې خپل پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

هغه وویل دا پوځي عملیا د ارزګان، هلمند، فراه او د کندز ولایت په ناامنو سیمو کې ترسره کیږي.