شاته

د ښځو د حقونو افغانه او ایرانۍ فعالې محبوبه سراج او نرګس محمدي د نوبل د سولې جایزې ته ونومول شوې

واشنګټن ـــــ د افغانستان د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج او د بشري حقونو ایرانۍ فعاله نرګس محمدي د 2023م کال لپاره د نوبل د سولې جایزې ته نومول شوې دي. د ښځو د حقونو لپاره په افغانستان او ایران کې د دوی مبارزه ستایل شوې دي.

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټېټیوټ (پي آر ای او) چې هر کال د نوبل د سولې جایزې د امیدوارانو نوملړ ترتیبوي، د فرورۍ په لومړۍ نېټه پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي د بشري حقونو مبارزینو ته توجه ضروري ده.

د دغې جایزې د سږ کال د امیدوارانو په فهرست کې په نړۍ کې د بشري حقونو د څو نورو فعالانو او ملاتړو ادارو نومونه هم شامل دي.

د دې ادارې مشر هېنریک اوردل ویلي چې په افغانستان او ایران کې جابرانه حکومتونو په تېر یو کال کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، وایي که ایران د جنسي برابرۍ لپاره احتجاج کوونکو ته د مرګ سزا ورکړې خو طالبانو افغانې ښځې په پوهتونونو کې له تعلیمه منع کړې دي:

"سږکال زموږ د فهرست په سر کې د بشري حقونو فعالان شته چې د ښځو لپاره کار کوي، په ځانګړې توګه له افغانستان او ایرانه محبوبه سراج او نرګس محمدي پکې شاملې دي."

د اوسلو د څېړنیز مرکز مشر وایي په افغانستان کې د ښځو د حقونو، کار او تعلیم لپاره د هلوځلو او د افغانستان په سیاست کې د ښځو د ګډون د حق په برخه کې د ملاتړ په بنیاد یې د محبوبې سراج نوم د نوماندانو په نوملړ کې شامل کړی دی.

د اوسلو د سولې څېړنیز انسټیټیوټ وایي سږ کال د نوبل د سولې جایزې د امیدوارۍ لپاره له 300 تر 500 پورې نومونه ورسره درج شوي دي، چې وایي د پینځو تنو او درو ادارو نومونه په وروستي نوملړ کې شامل شوي دي.

دغه اداره وایي که د نوبل کمېټۍ غواړي د بشري حقونو لپاره د عدم تشدد پر سوله ییزه مبارزه رڼا واچوي، نرګس محمدي او محبوبه سراج په ایران او افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د دوی د نه ستړي کېدونکو هڅو په بنیاد د دې جایزې زیاتې حقداره دي.

74 کلنه محبوبه سراج په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د بډو رشوتو په خلاف د مبارزې له کبله مشهوره ده او د 2021م کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته له هېواده نه ده وتلې او د ښځو په اړه د طالبانو د پرېکړو په ضد هم وخت په وخت اواز اوچتوي.

هغې 26 کاله په جلاوطنۍ کې تېر کړي وو او په 2003م کال کې افغانستان ته ستنه شوه چې لا هم په خپل هېواد کې ژوند کوي.

نرګس محمدي د ایران د بشري حقونو مخکښه فعاله او خبریاله ده چې د ښځو د حقونو او د مرګ د سزا د ختمولو لپاره یې مبارزه کړې ده. هغه څو ځله بندي شوې او اوس هم "د حکومت خلاف پروپېګندې" خپرولو او نورو تورونو په تور د اوږدې مودې د بند سزا تېروي، د هغې قید په نړیواله کچه غندل شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر افغانو کاروونکو د نوبل د سولې جایزې ته د محبوبې سراج د نوماندۍ هرکلی کړی او دا یې د افغانو ښځو لپاره ښه زېری بللی دی خو ډېرو بیا ورباندې نیوکه کړې ده او وایي چې هغه د دې جایزې لپاره وړ امیدواره نه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00