شاته

د ایران ولسمشر وایي وټسپ او انسټاګرام به یې په هېواد کې همداسې بند وي

واشنګټن ــــ د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي ویلي،‌ وټسپ او انسټاګرام به همداسې تړلي وي او تور یې پورې کړی چې دوی په دغه هېواد کې د لاریونونو په راپارولو کې ونډه لرله کوم چې د تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې روان دي.

په ایران کې له پولیسو سره د 22 کلنې کردۍ ایرانۍ له مړې کېدو وروسته د سپټمبر له نیمایي راهیسې سخت لاریونونه روان دي.

ولسمشر ریسي د نهې- سه شنبې په ورځ ماښام د ایران په سرکاري ټیلیویژن په خپله وینا کې وویل، چې د میټا په نامه د امریکا د انټرنېټ د سترې کمپنۍ دغه دوه اپلېکېشنونه "په دې وروستیو لاریونونو کې د نا امنۍ جرړې وې."

دغه دواړه انلاین خدمات وروسته له هغې چې په ایران کې چارواکو د فیسبوک، ټوېټر، یوټیوب،‌ ټیلېګرام او ټېک ټاک باندې بندیز ولګاوه زیات کارېدل.

د ایران ولسمشر وویل د ټولنیزو رسنیو دغو دوو اپلیکېشنونو ته به یوازې هغه وخت د فعالیت اجازه ورکړل شي که دوی په ایران کې قانوني استازی ولري چې د دوی د کارونو ذمه واري پر غاړه واخلي.

د ایران د مخابراتو وزیر عیسی زریپور د چارشنبې- شورو په ورځ وویل چې د دې هېواد د ملي امنیت عالي شورا د ولسمشر، د عدلیې او د پارلمان د مشر په موجودګۍ کې د وټسپ او انسټګرام د پرله پسې بندولو منظوري ورکړې ده.

د ایران ولسمشر وایي د خپل هیواد مشرانو ته ویلي چې د انټرنېټ خنډونه د ایران د خلکو لپاره د ناخوښۍ سبب کیږي، ځکه چې وایي په وروستیو کلونو کې ایران له نړۍ سره یو ډېر پیوند هیواد وو.

د ایراني حکومت پخواني ویاند علي ربيعي د تېرې میاشتې په وروستیو کې خبرداری ورکړی وو چې په ایران کې د شاوخوا درې میلینه کمپنیو او د 12 میلینه کسانو کارونه له انټرنیټ سره تړلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00