شاته

ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر: پر ښځو محدودیت د پښتنو د فرهنګ جز دی؛ فایق: د طالبانو فرهنګ دی نه د پښتنو

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه په ملګرو ملتونو کې د یوې غونډې پرمهال وویل پر افغان میرمنو لګول شوي محدودیتونه له دین سره ربط نلري او دا د پښتنو د فرهنګ یوه برخه ده. خو د افغانستان د نماینده ګۍ سرپرست دا څرګندونې رد کړې

منیر اکرم د طالبانو حکومت، د افغانستان موقت حکومت وباله او ویې ویل:" زما په نظر هغه محدودیتونه چې د افغان موقت حکومت له خوا پر ښځو لګول شوي، د دین له اړخه ندي بلکې د پښتنو د عجیب او غریب فرهنګ څخه دي."

هغه زیاته کړه، د پښتنو فرهنګ ایجاب کوي چې میرمنې باید په کور کې وساتل شي او دا د افغانستان د فرهنګ واقعیت دی چې د سل ګونو کلونو راهیسې دوام لري.

ددغو څرګندونو په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل افغان طالبان هم همدا د فرهنګ موضوع پلمه کوي څو د نجونو د تعلیم او د میرمنو د کار مخه ونیسي. خو هغه زیاته کړه دا د افغانستان د خلکو فرهنګ ندی.

فایق زیاته کړه:‌" غواړم ووایم چې د طالبانو اعمال اسلامي ریښه نلري، د اسلام خلاف دي او د افغانستان له فرهنګ سره هم ربط نلري. زه له خپل ګران ورور منیر اکرم سره موافق نه یم. دا هیڅکله د افغانستان د خلکو حتي د پښتنو فرهنګ ندی."

ښاغلي فایق زیاته کړه، له بده مرغه کومې سیمې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې وې، هغوی ښوونځیو ته اور ورته کاوه او نجونې او حتی هلکان یې هم ښوونځیو ته نه پریښودل.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي زیاته کړه:"حتي د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چیرې چې اکثریت اوسیدونکي یې پښتانه دي، ما هیڅ وخت ندي اوریدلي چې ښوونځیو ته یې د خپلو لوڼو د تګ مخه نیولي وي."

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د دویم ځل لپاره په افغانستان واکمن شول، په زیاتیدونکي شکل یې په ټول افغانستان کې پر میرمنو او نجونو محدودیتونه ډیر کړي دي او هغوی یې نه یوازې په دولتي او غیر حکومتي دفترونو کې له کار کولو منع کړي بلکې ښوونځیو او پوهنتونونو ته یې هم د نجونو او میرمنو د تګ مخه نیولې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وروستي اقدام کې په افغانستان کې خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي موسسو ته لارښونه کړې چې تر "امر ثاني" پورې ددغو پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورنکړي.

طالبانو همدارنګه څه وخت مخکې په نړیوالو موسساتو کې د میرمنو په کار بندیز ولګاوه.

د عمران خان څرګندونې

دا لومړی ځل ندی چې یو پاکستانی چارواکی په ټولنه کې د افغان میرمنو د ځای د نشتون په اړه خبري کوي.

تیر لمریز کال عمران خان کله چې د پاکستان لومړی وزیر وو، د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې ادعا وکړه چې اکثریت طالبان پښتانه دي او د پښتنو په کلیوالو سیمو کې خلک چمتو ندي چې حتي د امتیازاتو په مقابل کې خپلې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

د عمران خان دې څرګندونو د افغانانو تند غبرګونونه راوپارول. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرګندونې په افغانستان کې د "تفرقې د رامنځ ته کیدو لپاره هڅه" وبلله.

ښاغلي کرزي په خپله فیسبوک پاڼه په کلک انتقاد سره له عمران خان څخه وغوښتل چې د افغانستان په چارو کې مداخله ونکړي او په نړیوالو غونډې کې ددې هیواد د استازیتوب څخه ډډه وکړي.