شاته

د کندهار د هوايي ډګر د کارکوونکو مشکوک قاتلان نیول شوي

په کندهار کې پولیس وایي څلور کسان یې د هوايي ډکر د پنځو ښځمنو کارکوونکو او د هغوی د موټروان د وژلو په تور نیولي دي.

د کندهار پولیسو درې نیول شوي کسان رسنیو ته هم وښودل.

نیول شویو کسانو ظاهرآ خبریالانو ته اعتراف وکړ چې برید دوی کړی او " پلان یې د ډیورېنډ له پولې اغاړې" جوړ شوی و. خو معلومه نه ده چې دغو کسانو په خپله خوښه اعتراف کړی او که په زوره پرې دا خبرې شوې دي.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د ده خواجه په سیمه کې د کندهار د هوايي ډګر د ښځمنو کارکوونکو پر موټر برید وشو، پنځه ښځې او موټروان یې ووژل شول.

د کندهار دامنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې په دغه برید کې شپږ کسان دخیل دي او د دوو نورو لټون هم روان دی. نوموړی وايي چې نیول شوي کسان د وسله والو طالبانو د یوه غلکچي ګروپ غړي دي.

هغه وايي چې دغې ډلې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې هم د یوې امنیتي پوستې پوليسو ته زهر ور کړي وو او وروسته يې ۱۰ تنه پوليس وژلي وو.

پوليس وايي د نیول شویو کسانو قضیه يې څارنوالۍ ته استولې ده.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي