شاته

لکي مروت:عملیاتو کې دترهګرو ځالې هیلي کاپټرو نه په نخښه کړل شوي دي

د خېبر پښتونخوا دجنوبي ضلعې لکي مروت په احسان پور سیمه کې نن په څلورمه ورځ هم دترهګرو پر ضد دامنیتي ځواکونو عملیات دوام لري چې پکې د جنګي هیلي کاپټرو د لارې د وسله والو ځالې په نخښه کیږي.

چارواکي د عملیاتو په پایله کې د ترهګرو یو شمیر پټې ځالې له مینځه وړل شوي خو عملیاتو کې وسله والو ته د اوښتي ځاني زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط داتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي ویلي د لکی مروت ضلعې د کرم سیند په غاړه سیمه کښې د ترهګرو په ضد روان عملیات څلورمې ورځې ته ننوتي او امنیتي ځواکونه او پولیس په ګډه ځنګل کې د مشکوکو ترهګرو پټنځایونه په نخښه کوي .

هغه وویل په په سیمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ پوليسو لخوا دجنګيالو محاصره روانه ده اؤ دترهګرو شکمن پټنځايونه په درنو وسلو له هیلي کاپټرو څخه په نخښه کړل شوي دي.

ځایي خلک وایي د عملیاتو پرمهال د چاودنو غږونه د لکی ښار او نورو لرې وریا سیمو کې اوریدل کیږي.

د دوی په وینا موبایل سروس د څلورمې ورځې لپاره هم بند پاتې دی چې له امله یې د سیمې خلک او د موبایل کاروبار کوونکي له ستونزو سره مخ دي.

د پاکستان پوځ پخپله ددې عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په لکي مروت کې دا عملیات په داسې حال کې پېل شوي چې په دې وروستیو کې د صوبې په بیلابیلو برخو او په ځانګړي ډول لکي مروت کې په پولیسو د وسله والو بریدونه چټک شوي دي اؤ په دې بریدونو کې په لسګونو پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي .

د دغه زیاترو بریدونو ذمه واري دپاکستاني طالبانو وسله والې ډلې پغاړه اخستې ده.

دخېبر پښتونخوا صوبې دپولیسو مشر معظم جاه انصاري وایي ښایي ترهګرو ته په افغانستان کې دامریکې اؤ ناټو نه پاتې شوې عصري وسلې په لاس ورغلې دي اؤ هغوئ په دغو جدیدو وسلو پولیس په نخښه کوي.

تېره اوونۍ ښاغلي معظم جاه انصاري رسنیو ته ویلي وؤ دترهګرو دمقابلې لپاره دپښتونخوا پولیسو ته هم عصري وسلې اؤ نور سامانونه ورکړل کیږي.

خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په 23م دسمبر مطبوعاتو سره د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې وې او ويلي يې وو، د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوې وې.

د پولیس شمېرو ترمخه تېر کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00