شاته

ماسکو ته دبلاول بوټو سفر،څېړونکي وایي پاکستان ته به دامریکا اؤ لویدیځ بندیزونه هم نظر کې نیول وي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د خپل روسي هم منصب سرګې لاروف په بلنه نن دخالي د ورځې نه د روس دوه ورځنی سفر پیلوي.

خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري ماسکو ته خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې د اقتصادي بحران سره مخ پاکستان د روس نه په ارزانه بېعه د تېلو د اخستو لارې چارې لټوي.

پاکستان او روسیې وړاندې اوونۍ کې خپل مينځي اړيکو او تجارت ته د ودې ورکولو او د روسیې څخه د خام تېلو د درامد په اړه درې لوظنامې لاسلیک کړې وې.

څېړونکي په نړيوالو اړیکو کې د چټک بدلونونو په رڼا کې د بلاول بوټو زرداري روسيې ته دا سفر خورا مهم ګرځوي خو وایي پاکستان له به د روسیې څخه د خام تېلو د درامد کولو په هڅو کې په روسیه د غربي هېوادونو او امریکا لخوا لګیدلي اقتصادي بندیزونه په پام کې نیول وي.

د پاکستان دخارجه دفتر لخوا جارى شوي بیان کې ویل شوي چې د باندنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري به ماسکو ته د سفر په مهال د خپل روسي سیال سرګې لاروف سره د دوه اړخیزه اړيکو په ټولو اړخونو غور کوي او دواړه مشران به د خپل مينځي خوښۍ په سيمه ییزو او نړیوالو ستونزو هم غږېږي.

ماسکو ته دبلاول بوټو ددې سفر نه نزدې يوه اوونۍ وړاندې اسلام اباد کې دپاکستان او روسیې بېن الحکومتي کمېشن د خامو تېلو او د تېلو څخه د جوړو مصنوعاتو د درامد کولو او خپل مينځي تجارت ته د ودې ورکولو په اړه درې لوظنامې او د مفاهمت ېاداښتونه لاسلیک کړي دي.

پاکستان هڅه کوي چې د خپل مجموعي ضرورت 35 فيصدي خام تېل د روس څخه په رعايتي نرخونو درامد کړي او روس ویلي چي د تکنيکي چارو د ترسره کېدو وروسته پاکستان کولی شې چې د راتلونکي مارچ میاشت کې د روسیې څخه د تېلو درامد پېل کړي.

د اسلام اباد په څېړنيزې ادارې انسټیټیوټ اف سټراټيجک سټډيز کې د روسیې او اروپايي چارو ماهر محمد تېمور فهد خان ډيوه سره خبرو کې د بلاول بوټو زرداري روسیې ته دا ټاکل شوی سفر د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو او په نړيوالو تعلقاتو کې د روانو چټک بدلونونو په رڼا کې خورا ارزښت لرونکی بولي.

نوموړي وويل په دې بدلېدونکې نړۍ کې هر هېواد هڅه کوي چې ځانله نوي ملګري پېدا کړي، تجارتي اړېکې زياتې کړي او خپل سفارتي پروفاېل پراخه کړي.

ښاغلي وویل پاکستان د سوړ جنګ راهسې د غربي نړۍ او امریکا په کېمپ کې پاتې شوی خو په دې وروستیو کې د پاکستان په سټراټيجکي فکر کې بدلون راغلی چي ګني د غربي هېوادونو پرته نور ملګري پېدا کړي او د غرب سره هم غوره اړېکې وساتي.

ښاغلی تېمور وايي دا اوس چې تېره اوونۍ د روسیې د توانايۍ د وزير په مشرۍ کې روسې پلاوی پاکستان ته راغلې و نو پاکستان ورسره د ماسکو څخه د خام تېلو اخستو تړون کړی خو په دې لړ کې به د روس تکنيکي ماهرين بيا راځي او دا فيصله به کوي چې پاکستان به د روس څخه څومره تېل اخلي او بېعه به یې څه وي او پاکستان به بيا دغه روسي تېل څنګه پاکوي؟

هغه وايي د روسي تېلو بیعه پریکول د اهمیت وړ ده ځکه چې دا وخت روس د امریکا او غربي هېوادونو د اقتصادي او مالي بندېزنو سره مخ دی او هسې نه چې پاکستان هم د بندېزونو سره مخ شي.

خو روسیې پاکستان ته د اخستل کېدونکو تېلو دبیعې ورکولو د پاکستان د نورو نزدو ملګرو هېوادونو په کرنسۍ کې د کولو وړاندیز کړی او پاکستان کولی شي د چينايي کرنسۍ يوان د لارې دا پېسې روسیې ته ورکړي او د مال په بدل کې د مال ورکولو د لارې هم دا پیسې ورکولی شي.

د روانې میاشتې په 29مه نېټه د پاکستان په سفر راغلي د روس د توانايۍ وزیر هم وېلي وو چې د روان کال دمارچ میاشت کې د انتظامي او تېکنېکي چارو د ترسره کېدو وروسته پاکستان کولی شي چې د روس څه تېل درامد کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان اوس مهال د سخت اقتصادي او مالي بحران سره مخامخ دی او د پاکستان مرکزى حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف د پور دشرطونو پوره کولو په ترڅ کې د اتوار په ورځ د تېلو نرخ زيات کړی.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د خزانې پخوانی وزیر ډاکټر سلمان شاه ډيوه ته وايي د روس څخه د تېلو درامد به يو کال وخت اخلي.

نوموړي وويل روس د مختلفو ګرېډونو تېل لري او پاکستان کولی شي چې د خپل ضرورت تېل درامد او پاک کړي.

هغه وویل خو د روس څخه د خام تېلو په درامد کې مهمه ستونزه ددې د راوړلو یا ټرانسپورټیشن، انشورنس او د پېسو د ورکړې وي او پاکستان له به دا هم په پام کې ساتل وي چې د تېلو په دې تجارت په روسیه د امریکا او غربي نړۍ د لګېدلو اقتصادي بندیزونو څخه ځان څنګه بچ وساتي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي پاکستان چې دا وخت د عرب هېوادونو څخه کوم تېل درامد کوي د روس څخه د هغې په درامد کولو به کرایه یا فرايټ لګښتونه يو په دوه زيات وي.

اوس مهال د عربي هېوادونو څخه پاکستان د 80 ډالره بېرل په حساب سره تېل اخلي خو که پاکستان د روس څخه د 60 ډالره بېرل په حساب سره تېل درامد کوي نو د پاکستان په اند به دا د ګټې سودا وي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00