شاته

د قران په سوزول کېدو ترکي ډېنمارک ته په سفارتي کچه احتجاج کړی 

د ډنمارک په سرښار کوپن هېګن کې د جمعې په ورځ د قران د سوزول کېدو وروسته ترکي د ډنمارک سفیر طلب کړو او ویې وېل ډنمارک د نفرت د جرم حمایت کړی دی.

د اېسوسي اېټېډ پرېس ترمخه د ښي لاس انتهاپسند فعال رېموس پېلوډان چې د ډنمارک او د سوېډن غبرګ شهریت لري، د جنورۍ په 21 نېټه یې په سويډن کې قران سوزولی او د ترک قهر يې راپارولی و.

د جمعې په ورځ هغه دغه اقدام په کوپن هېګن کې تکرار کړو او په کوپن هېګن کې يې د یو جومات او د ترکي سفارتخانې مخې ته قران وسوزولو.

هغه پېلوډان ترڅو چې سویډن ته په نېټو کې رکنیت نه وي ورکړی شوی هغه به هره جمعه قران سوزوي.

په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو راهسې سویډن او فن لېنډ په نېټو کې شاملېدل غواړي چې منظوري به یې د نېټو ټول غړي ملکونه ورکوي.

ترکي وايي په نېټو کې د سویډن د شمولیت مخه به نېسي چې ای پي وايي یو سبب یې د پېلوډان د قران سوزولو اقدام هم دی. د دې نه مخکې انقرا د ډنمارک او د سویډن نه غوښتل چې د کرد وسله والو خلاف دې ګامونو واخلي. ترکي دغه وسله وال ترهګر بولي.

د ترکي سرکاري خبري ادارې اناتولی ترمخه د ډنمارک سفیر د ترکي خارجه وزارت ته راوبلل شو او ترک مامورینو ورته پېلوډان ته د اجازت ورکولو په سر سخت احتجاج وکړو. د اناتولی ترمخه ترک چارواکو د پېلوډان ګام د کرکې جرم وبللو.

د اناتولی ترمخه د ډنمارک سفیر ته وویل شوو چې د ډنمارک رویه د قبلولو وړ نه ده او ترکي توقع کوي چې پېلوډان ته ورکړی شوی اجازت به بېرته واخیستل شي.

د ترکي خارجه دفتر په خپل بیان کې وویل پېلوډان د اسلام نه نفرت کوي او دا چې هغه ته اجازت ورکړی شوی دی د غندنې وړ خبره ده.

د ای پي ترمخه ترک خارجه وزارت وویل د پېلوډان په شان د ګامونو اجازت ورکول په يورپ کې مېشته په مېلینونو خلکو احساسات مجروح کوي او نسلي تعصب، د نورو ملکونو خلکو او د مسلمانانو په ضد حملې راپارولی شي.

د ډنمارک خارجه وزیر لارز لاک رېموسن د خپل ملک مطبوعاتو ته وویل چې د قران سوزول کېدو پېښه به د ترکي سره ښه تعلق خراب نه کړي او دا چې کوپن هېګن اراده لري چې انقرا د ډنمارک د هغو قوانینو نه خبر کړي چې د ازادیو تحفظ کوي.

لاک رېموسن وویل دا وظیفه په غاړه لري چې ترکي په ډنمارک کې د حالاتو نه خبري کړي چې هېواد ازاد جمهوریت لري، دا چې ډنمارک د یو ملک په حېث او د هېواد ولس خپل منځ کې فرق لري او دا چې په هېواد کې خلک د یو بل نه جدا جدا نظرونه لري.

تېره هفته په سویډن کې د قران سوزول کېدو نه پس د ترکي صدر رجب طیب اردوان ویلي وویل سټاک هوم دې د ترکي نه دا امید نه لري چې په نېټو کې د شمولیت حمایت به يې کوي. ترکي په برسلز کې هغه غونډه هم د نامعلومه وخت پورې ځنډولې ده چې پکې به په نېټو کې د سویډن او د فن لېنډ په شمولیت بحث کېدلو.

ای پي وايي د جمعې په ورځ د مسلمانانو په یو شمېر ملکونو په سویډن او هالېنډ کې د پېلوډان د احتجاج په ضد مظاهرې وشوې.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00