شاته

بیت المقدس کې په کنیسې برید کې ۷ تنه وژل شوي

په اسرائیل کې پولیس وایي یو وسله وال جمعه جنوري ۲۷ (سلواغې۷) بیت المقدس پورې اړوندې سیمې کې په یو کنیسې کې په خلکو ډزې کړي، لږ تر لږه ۷ تنه یې وژلي او لس نور یې ټپي کړيدي.

د دې برید څخه یوه ورځ وړاندې اسرائیلي ځواکونو په لویدیځه غاړه کې یوه خونړۍ چاپه وهلې وه چې په تیرو څو کالونو کې ساری نلري.

پولیس وایي وسله وال په محلي وخت د شپې په ۸:۱۵ کنیسې ته ننوت او په خلکو یې ډزې پیل کړلې. پولیسو وروسته وسله وال وویشت او وې واژه.

ځینې ویډیوګانې او انځورونه چې په تلویزیون کې خپاره شوي، پکې ښودل کیږي چې د څو کسانو مړي د کنیسې په غولي پراته دي.

سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې په بیت المقدس کې په کنیسې د برید د کولو ادعا نده کړې خو د حماس ډلې یو چارواکي ویلي چې دا برید او د اسرائیل چاپه سره تړلي دي.

د حماس ویاند حازم قاسم پدې هکله ویلي، " دا عملیات د هغو جنایاتو غبرګون دی چې د جنین د اشغالګرو لخوا شوي او د جنایي اشغال کړنو ته طبیعي ځواب دی".

د اسلامي جهاد په نامه ډلې هم په کنیسې دا برید ستایلي خو د برید د کولو ادعا یې نده کړې.

د اسرائیل پولیسو دا برید "تروریستي پیښه" بللې او څرګندوي چې پدې تیرو څو میاشتو کې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل او فلسطینیانو تر منځ شخړو یو ځل بیا زور اخیستی.

اسرائیلي ځواکونو تیره ورځ په لویدیځه غاړه کې په چاپې کې لږ تر لږه ۹ فلسطینیان ووژل چې په تیرو څو کالونو کې دومره خونړۍ چاپه نه وه وهل شوې.

ها خوا بیا په اسرائیل کې مطبوعاتو ویلي چې برید کوونی فلسطیني و او ختیځ بیت المقدس اوسیدونکی و خو دا خبره د اسرائیل حکومت په رسمي توګه نده تائید کړې.

سره لدې چې د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت ویلي په برید کې ۷ تنه وژل شوي خو د روغتیایي چارو مسؤلینو بیا د وژل شویو کسانو شمیر یوازې ۵ تنه ښودلی.

په عین حال کې په غزې کې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی خلکو لاریونونه کړي او دا برید یې ستایلی. ځینو یې د خوښۍ ډزې هم کړي.

دا برید داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین اسرائیل او لویدیځې غاړې ته په رسمي سفر ولاړ شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې دا برید غندلی او تر څنګ یې دا هم ولي چې د ښاغلي بلنکین د سفر په پلان کې هیڅ ډول تغیرات راغلي ندي.