شاته

سپینې ماڼۍ هغه راپورونه رد کړل چې ګنې روسیه غواړي طالبانو ته پاتې شوې امریکایۍ وسلې تر لاسه کړي

سپینې ماڼۍ هغه راپورونه رد کړل چې ګنې روسیې د طالبانو غوښتي هغه وسلې ورته ورکړي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وروسته هلته پاتې او دې ډلې ته په لاس ورغلي.

په ځینو مطبوعاتو کې د پنجشنبې په ورځ ویل شوي و چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین کوښښ کوي په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت په رسمیت پیژندلو په بدل کې هغه وسلې تر لاسه کړي چې د امریکا او ناټو ځواکونو څخه پاتې دي او اوس طالبانو ته په لاس ورغلي.

د سپینې ماڼۍ یو چارواکي امریکا غږ ته جمعه جنوري ۲۷ (سلواغې۷) په مطبوعاتو کې دا خپرې شوې آوازې رد کړلې او تر څنګ یې دا هم وویل چې نشي کولی هغه راپورونه تائید کړي چې ګواکې طالبان غواړي روسیې ته وسلې او مهمات واستوي.

د سپینې ماڼۍ دې چارواکي زیاته کړه، " که طالبان په نړیواله کچه په رسمیت پیژندو او او د نړیوالې ټولنې څخه د همکارۍ په غوښتنې کې ریښتیني او په افغانستان کې د حاکمې ادارې په توګه د مرستو غوښتونکي وي، باید پخپلو هغو ژمنو ودریږي چې د دوحې په تړون کې او واک ته د رسیدو پر وخت یې کړیدي چې د میرمنو او نجونو سره چلند هم پکې شامل دی".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل هم امریکا غږ ته وویل چې هغه راپورونه سم ندي چې ګواکې روسیه کوښښ کوي په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو پاتې شوې وسلې او مهمات تر لاسه کړي چې اوس طالبانو ته په لاس ورغلي.

اټکل دا دی چې د شاوخوا ۷ ملیارد ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات چې متحده ایالاتو د افغانستان د مخکني حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړي و، د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته هلته پاتې شول او طالبانو ته په لاس ورغلل.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د راپور پر اساس چې کانګرس ته یې استولی، دا وسایل په تیرو شپاړلسو کالونو کې افغانستان ته لیږدول شوي او د افغانستان د مخکني حکومتي امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي و.

امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په ۳۰ مې نیټې په بشپړه توګه د افغانستان څخه ووتل. سره لدې چې د امریکایي سرتیرو د وتلو څخه وروسته داسې راپورنه خپاره شول چې دې ځواکونو ځیني نظامي تجهیزات چې هلته پاتې و، له منځه وړي او یا یې بې کاره کړي خو بیا هم ګمان دا دی چی ډیر شمیر نظامي وسایل طالبانو ته په لاس ورغلي.

خو د سپینې ماڼۍ دې چارواکي زیاته کړه چې د هغو نظامي تجهیزاتو او سیستیمونو یوه برخه چې متحده ایالاتو د افغانستان د مخکني حکومت امنیتي ځواکونو ته ورکړي و، او د افغانانو پورې یې اړه درلوده طالبانو ته د واک اخیستو پر وخت په لاس ورغلي ځکه چې امنیتي ځواکونو دا وسایل یا ترک کړي و او یا یې پخپله خوښه سپارلي و.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د راپورونو له مخې د ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ۱۸.۶ ملیادر ډالرو په ارزښت نظامي وسایل د امریکا لخوا د افغانستان امنیتي ځواکونو ته ورکړل شوي او اټکل کیږي چې د ۷.۱۲ ملیارد ډالرو په ارزښت نظامي وسایل چې الوتکې، مهمات، نظامي موټر، وسلې، مخابراتي وسایل او نور پکې شامل دي، په افغانستان کې پاتې او طالبانو ته په لاس ورغلي.

اوکرایني او د لویدیځو هیوادونو چارواکو پدې وروستیو کې ویلي چې روسیه د وسلو د کمښت سره مخ ده او کوښښ کوي د سیمې د هیوادونو او خپلو متحدینو څخه یې تر لاسه کړي. روسیې پدې تیرو څو میاشتو کې په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره په ایران کې د جوړې شویو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او کروز توغندیو څخه کار واخیست چې د برښنا زیربناوې پرې په نښه کړي.

د سپینې ماڼۍ دې چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل، " بیا هم نشم کولی دا راپورونه تائید کړم خو که سم وي، په قطعي توګه د هغه څه سره په ټکر کې دي چې طالبان یې وایي غواړي او په اوس وخت کې د هغوي اهداف دي".

هغه زیاته کړه چې هیڅ معلومات نلري چې پاتې شوې وسلې او سیستمونه چیرته دي، څه ډول دي او څرنګه ترې کار اخیستل کیږي او داسې هیڅ نښې نشته چې طالبان به یې روسیې ته وسپاري.

د سپینې ماڼۍ دې چارواکي یو ځل ټینګار وکړ چې "که طالبان په نړیواله کچه په رسمیت پیژندلو کې جدي دي او غواړي چې د افغانستان د حکومت په توګه وکتل شي، باید پخپلو ژمنو عمل وکړي".

په افغانستان کې د امریکایي وسلو او نظامي وسایلو پاتې کیدل آن په هغه وخت کې په واشنګټن کې په مطبوعاتو کې تود بحث و چې امریکایي ځواکونه د افغانستان څخه وتل.

د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د روان لمریز کال وري په میاشت کې ویلي و چې امریکایي ځواکونه باید بیرته افغانستان ته واستول شي چې د طالبانو څخه نظامي وسایل او تجهیزات بیرته تر لاسه کړي.

ټرمپ په هغه وخت کې دا ادعا هم کړې وه چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته، طالبانو ته د ۸۵ ملیارد ډالرو په ارزښت غوره نظامي تجهیزات په لاس ورغلي چې د شپې لخوا د لیدلو لپاره ځانګړې عینکې، ۷۰۰ زره ماشیندارې او نور وسایل پکې شامل دي.