شاته

الیکشن کمیشن: د قامي اسمبلۍ د ۳۳ خالي‌ چوکیو دپاره کاغذونه به د فرورۍ د شپږمې نه جمع کېږي

اسلام اباد ــــ د الیکشن کمیشن لخوا جارې شوي پروګرام تر مخه د مارچ په ۱۶مه نیټه کیدونکې د قامي اسمبلۍ د خالي شویو ۳۳ چوکیو د پاره به کاغذونه د فرورې د شپږمې نېټې نه تر نهمې نېټې پورې جمع کېږي.

تیر کال اپریل کې د تحریک انصاف د مشر عمران خان د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ نه لرې کیدو ورسته د عوامي لیګ مشر شیخ رشید په شمول د تحریک انصاف ۱۲۳ غړو د قامې اسمبلۍ نه استعفاګانې ورکړې وې.

په عيني حال کې دتحریک انصاف يو مشر اسد عمر په پنجاب کې د ټاکنو نیټه ټاکلو د پاره لاهور هاېې کورټ کې درخواست جمع کړی دی چې پکې وئيل شوي جمهوري نظام د دوام لپاره ګورنر د انتخاباتو د نېټې ورکولو پابند دی، البته د پنجاب ګورنر تر اوسه خپله آئيني ذمه واري نه ده پوره کړې.

د تحریک انصاف له اړخه دغه درخواست په داسې حال کې جمع کړی شوی چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ د دريو سترو اتحادي سياسي ګوندونو مشرانو تیره شپه په وزيراعظم هاؤس کې يوه غونډه وکړه چې پکې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ او د قامي اسمبلۍ په خالي څوکيو د راتلونکو ضمني انتخاباتو په اړه خبرې اترې وشوې.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په غونډه کې د ایتلافي ګوندونو مشرانو د سرشميرنې د ځنډولو په پلمه د انتخاباتو د ځنډولو په آپشن خبرې کړي خو د پیپلز ګوند مشر اصف علې زرداري په دې اړه قانع نه شو.

د وې او اې ډیوه سره خبرو کې د پیپلز ګوند سینیټر بهرامند خان تنګې که څه هم د دغه غونډې په اړه څه او نه ويل، خو خپل دریځ یې داسې وړاندې کړو:

" خیبر پښتونخوا او پنجاب کې ټاکنې کول د الیکشن کمیشن ایینې ذمه واري ده. پکار ده چې الیکشن کمیشن د ايین لاره خپله کړي او په دغه دوو صوبو کې شفافې ټاکنې وکړي. او د یو ګوند په وینا به الیکشن کمیشن نه خو ټاکنې مخکې کړي اونه به یی وځنډوي.

بل پلو ته د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د مسلم ليګ (ن) د انتخاباتو د ځنډولو د پلان په اړه خبرونه رد کړي دي او یو شخصي ټیلې ویژن سره خبرو کې ویل چې ټاکنو ته تیار دي.

د څیړونکو وینا ده چې مسلم لیګ (ن) د نواز شریف په غیر موجودګۍ کې د انتخاباتو د نتیجو په اړه اندیښنه لري. خو دانتخاباتو ځنډول د يو نوي سياسي بحران لامل کيدی شي.

د پاکستان د قانون جوړونې او شفافیت لپاره د انسټیټیوټ پلډیټ مشر احمد بلال محبوب وي او ای ډیوه ته واېې:

" صوبايي اسمبلي په ټاکنو کې د حلقه بندېو په اساس د اسانتياو هيڅ امکان نه وینې. په صوبو کې څه نوې ضلعې جوړې شوي چې له امله يې حلقه بندۍ کې څه بدلون نه راځي. یوازې د حلقو نومونو کې به بدلون راشي.

دوي زیاتوي په تېکنيکي بنیادونو دا ممکنه ده چې حکومت د سرشمېرنې د ځنډ له امله د ټاکنو د ځنډولو اعلان وکړي، البته د دې د پاره به حکومت عدالت ته ځي.

د دې څخه وړاندې د پاکستان الیکشن کمېشن وړانديز کړی و چې په پنجاب کې د شپږمې نېټې نه تر نهمې نیټې پورې او په خيبر پښتونخوا کې د اپرېل له ۱۵مې او ۱۷مې نېټې دې ټاکنې وکړې شي، چې د پي ټي ايي دغړو د استعفاګانو له منلو وروسته خالي شوې وې.

په تیرو ورځو کې د پاکستان د شماریاتو ادارې په یو خپور شوي بیان کې ويلي وو چې په هیواد کې به سږ کال د مارچ د لومړۍ نیټې څخه ډیجیټل سرشمیرنه پیل کړی شي. دغه ډیجیټل سرشمیرنه کال ۲۰۲۱ په اکتوبر کې کیدونکې وه چې پخواني حکومت د اکتوبر کال ۲۰۲۲ پورې ځنډلې وه.

اوسني حکومت د راتګ ورسته دغه سرشمیرنه تر سږ کال فرورۍ او بیا په تیرو ورځو کې د پاکستان د شمارياتو ادارې د ناڅرګندو حالاتو او ځمکني حقيقتونو له وجې تر مارچ مياشتې پورې ځنډولې ده چې تر يوې مياشتې پورې به دوام ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00