شاته

د طالبانو چارواکي وايي د بهرنۍ کمپنيانو سره د تجارت کوم رسمي قرارداد نه لري 

د افغان طالبانو د کانونو او پيټروليم وزارت چارواکي وايي حکومت يې د کومې بهرنۍ کمپنۍ سره رسمي قراداد نه لري او څومره تجارت او کاروبار چې کيږي دا شخصي شرکتونه او کمپنيانې کوي.

د نړيوال بينک لا ورلډ بينک د تازه رپورټ په اړه چې افغانستان تېر کال نزدې 1.7 بيلين تجارت د صادراتو د لارې کړی او 65 فیصد برخه يې د پاکستان سره ده، د وزارت چارواکو د وي او ای اشنا د کابل خبريال ته ويلي “وزارت يې د هيڅ کوم بهرني کمپنۍ سره قرارداد نه دی کړی او قرارداد د افغان کمپنيو سره شوی. هغوی چې يې چيرې خرڅوي د هغوی کار دی”.

د پاکستان سره د تجارت په اړه د طالبانو چارواکي سپيناوی کوي چې دا معلومه خبره ده چې قرارداد په افغانيو کې کيږي ځکه کمپنۍ د افغانانو دي خو وايي پاکستان غواړي د سکرو/کولې کاروبار په کالدارو لا پاکستاني روپو کې وکړي ځکه کالداره د بهرنۍ کرنسۍ د مشکل سره مخ ده.

نړيوال بينک د افغانستان د اقتصاد په اړه ويلي د هېواد صادرات لا برامدات د کال 2021سره په تله د 2022 د جنورۍ نه د نومبر پورې نزدې 90% زيات شوي او 1.7 بيلين ډالرو ته رسېدلي.

رپورټ وايي په افغان صادراتو کې 65 فیصد د پاکستان سره او 20 فیصد د هند سره تجارت شوی چې دواړه هېوادونه د افغان معدنياتو، سبزيانو او مېوو او د صنعتي توکو د کاروبار غټې منډيانې دي.

رپورټ وايي په ياد کال کې د افغانستان د مالييې د ټولولو نظام هم مظبوط شوی چې د مارچ نه د ډيسمبر پورې 1.54 بيلين ډالرو ته رسېدلی.

افغان اقتصاد پوهان وايي د افغانستان په صادراتو کې د زياتوالي غټ لاس د کولې پاکستان ته صادرول دي.

د افغانستان او پاکستان د کاروباريانو او تاجرانو ګډ چيمبرز مشر خان جان الکوزي وي او ای ډيوه ته وويل د افغانستان د تجارت غټه برخه د معدنياتو ده چې پکې کوله، مرمر، کرومايټ او ټالک چې افغانان يې په شو کاڼي يادوي په چين او پاکستان خرڅيږي.

د پاکستان سره د کولې د تجارت په اړه الکوزي وويل دا يواځې د افغانانو تاجرانو کاروبار دی چې په خپل هېواد کې ياد معدن په افغانۍ کرنسۍ کې اخلي او بيا د پاکستاني شرکتونو او کمپنيانو سره شريک کاروبار او کارخانې لري. “مونږ د افغانانو او پاکستاني کاروباريانو او سرمايه کارو په لاهور، کراچۍ، پېښور او ان په چمن کې شريکې کارخانې لرو”.
افغانان تاجران مالونه پاکستان ته راوړي او پخپله خوښه يې په شخصي کارخانو خرڅوي.

هغه وويل په دې اړه د افغانستان د حکومت او د پاکستان حکومت دومره اثر رسوخ ځکه نشته چې دواړه هېوادونه کوم رسمي قراردادونه نه لري. الکوزی وايي دواړه هېوادونه د ګومرک لا کسټم د حاصلاتو نه پرته بل کوم کار ورسره نه لري.

الکوزي وويل د کولې چې د خپل اصليت او تودوالي له کبله ورته جنس عالي ويل شوي يو ټن اوس د دوه سوه ډالرو نه اوچت خرڅيږي چې د جنس د نړيوالې بيې د کچې نه نزدې 10% په کمه بيه ورکول کيږي.

هغه وايي دا پخوا ډېر په ټيټه بيه خرڅېدله چې د يو ټن قيمت يې د شپېته ډالرو نه د اتيا ډالرو پورې و او زياته يې کړه د تېر په پرتله په کال 2022 کې د پاکستان سره نزدې 870 ميلينه ډالره تجارت شوی.

د ټالک او شوکاڼي د خرڅ په الکوزي وويل د دې زيات تجارت د چين سره کيږي او څه تجارت د پاکستان سره هم شته چې نزدې 80,000 ټنه صادرات د ورځې کيږي. الکوزی وايي دا معدن په کاسميټېکس او دوايانو کې پکار راځي. “مونږ د دې معدن د توليداتو نزدې 35 کارخانې يواځې په ننګرهار کې لرو”.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00