شاته

د حجاب تحمیلولو لپاره تاوتریخوالی ګټور ندی - د ایران لوړپوړی شیعه عالم

په ایران کې یو لوړ پوړي شیعه عالم ناصر مکارم ویلي دي چې پر ښځو د اسلامي حجاب د تحمیلولو لپاره د تاوتریخوالي مخالف دی، ځکه د ده په وینا تاوتریخوالی په دې برخه کې اغېزمن نه دی.

د دغه لوړ پوړي عالم دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې ایران د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۶مه د یوې ۲۲ کلنې ایرانۍ کردۍ مېرمنې مهسا امیني له وژل کېدو وروسته د حکومت ضد پراخو لاریونونو شاهد دی. مېرمن امیني د حجاب د نه اغوستلو په تور د ارشاد پولیسو نیولې وه او بیا د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.


د حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې په سلګونو مظاهره چیان او لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. په ورته وخت کې د ایران امنیتي ځواکونو په زرګونو مظاهره کوونکي نیولي او بندیان کړي دي. ایراني چارواکي مظاهره کوونکي « اغتشاش کوونکي» بولي.

مکارم، چې په محافظه کارو دریځونو شهرت لري، ویلي دي چې هغه "تاوتریخوالی او فشار د حجاب اړوند مسلو کې اغیزمن نه ګڼي".

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د مکارم له قوله راپور ورکړی چې د ایران د حکومت ولسمشر او وزیران باید پوه شي چې دوی د یو ستونزمن حالت سره مخ دي. هغه ویلي: "دا سمه ده چې دښمن ډېر فعال دى، خو ټولې لارې بندې نه دي."

د ایران مذهبي مشران او چارواکي په ډیرو مواردو کې امریکا، اسرائیل او ځنې وخت د دغو دوو هیوادونو متحدین دښمنان بولي.

دغه لوړپوړي ایراني شیعه عالم ویلي دي چې په اوسنیو حالاتو کې حجاب له سیاسي مسایلو سره تړاو لري او د هغه په وینا «ځینې خلک فکر کوي چې د حجاب لرې کول د اسلامي جمهوریت نظام کمزوری کوي.»

د مکارم دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د ایران د فرهنګي میراث، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزیر عزت الله ضرغامي د هغو ښځو په وړاندې چې فرضي حجاب نه اغوندي، د لا زیات زغم غوښتنه وکړه.

خو تر دې مخکې د جنورۍ په لومړیو کې د ایران لوی څارنوال د دغه هېواد له پولیسو وغوښتل چې د حجاب هر سرغړونکي ته جدي سزا ورکړي.

ایران د امریکا او اسرائیل په ګډون خپل بهرني دښمنان تورنوي چې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له وژل کیدو وروسته پیل شوي لاریونونو ته لمن وهي.