شاته

د کندهار – لښکرګاه لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې

د لښکرګاه – کندهار لویه لار تیره ورځد ترافیکو پر مخ د بیرته پرانیستلو وروسته افغان امنیتي ځواکونو د دغې لارې په ځینو سیمو کې نوي امنیتي پوستې هم ځای پر ځای کړي دي.

خو د هلمند د ولایتي شور رئیس محمد کریم اتل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې پردغه لار لا هموسله وال مخالفان د یکاولنګ او وزیر مانده په سیمو کې وخت ناوخت د لارې مسافرو په موټرو ډزې کوي.

ښاغلي اتل وویل " د لارې د بیرته پرانیستلو څو ساعته وروسته وسله والو پر دغه لار د مسافرو په موټرو ډزې وکړې چې له امله یې یو مسافر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول".

ښاغلي اتل وویل دا مسافرملکي کسان وو چې له کندهار څخه د لښکرګاه په لور روان وو.

افغان امنیتي ځواکونو له پنځه ورځو وروسته د شنبې په ورځ د کندهار او لښکرګاه ترمنځ لار چې د میوند ولسوالۍ او لښکرګاه ترمنځ وسله والو بنده کړې وه، بیرته پرانیستله.

د لارې د بندیدلو له امله په سلګونو مسافر دواړو خوا ته بند پاته وو.

د ۲۱۵ میوند قول اوردو ویاند ډګرمن سردار محمد ځاځي امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې پردغه لار ټول تخریب شوي پلونه او پلچکونه رغول شوي او نن غرمه د نظامي کاروان په بدرګه ټول ملکي موټر لښکرګاه ښارته رسول شوي دي.

ډګرمن ځاځي وویل، چې د لښکرګاه – کندهار د لويې لارې پر سر يې په دوو سیمو کېنوي پوستې ځای پر ځای کړي او د وسله والو د بریدونو مخه يې نیولې ده.

وسله والو طالبانو د تیري سې شنبې د ورځې راهیسې دا لار د ترافیکو پرمخ تړلې وه او موټر چلوونکو ته يې خبر داری ور کړی وو چې پر دغې لار دې تګ راتګ نه کوي .

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې وسله والو طالبانو د تیرو پنځو ورځو په ترځ کې د دې لارې ۶ کوچني پلونه او لوی پلچکونه په ماینونو الوزولي وو.

ښاغلي ځواک وویل " وسله والو طالبانو د وزیر مانده ، چونډک مانده ، پمپ د نهر سراج په ځینو برخو کې لاره په ماینونو تخریب کړې موږ په مسلسله توګه کار وکړ چې هم تخریب شوي پلونه او پلچکونه بیرته ورغو او هم امنیتي ګواښونه له منځه یو سو نن بیرته لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه ".

د لښکرګاه ښار اوسیدونکې وايي چې مسافر وړونکو بسونو او بار وړونکو لاریو موټرچلوونکو ته وسله والو طالبانو خبر داری ور کړی چې پر دغه لار د تګ راتګ پر وخت به د هغوی تر بریدونو لاندې راشي ځکه خو دا لار په تیرو پنځه ورځو کې تګ راتګ ورباندې په ټپه دریدلی وو.

د لښکرګاه ښار اوسیدونکی عبدالرحیم امریکاغږ ته وويل چي د یادي لاري له بندیدو سره په لښکرګاه ښار کې د خوراکي او نورو لمړنیو توکو بیعې لوړې ختلې وې.

دا په تیرو څلورو میاشتو کې دوهم ځل دی چې د لښکرګاه – کندهار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل کیږي .

تیر ځل دا لار د دریو میاشتو لپاره د وسله والو طالبانو لهخوا د ترافیکو پر مخ تړلې وه .

د لښکرګاه – کندهار لار ۷۵ کیلو میتره واټن لري چې لښکرګاه ښار د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د کندهار – هرات له لويې لارې سره نښلوي. د میوند ولسوالۍ او لښکرګاه ترمنځ لار ۴۵ کیلو متره واټن لري چې د دغې لارې په همدې برخه کې وسله والو دا لاره تړلې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي