شاته

د ناروې سفیر له طالبانو غوښتي‌ د ښځو پر تعلیم او کار دې بندیز ختم کړي، ملګري ملتونه نن په دې اړه غونډه کوي

واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د جنورۍ پر 27مه د افغانستان د حالت په اړه ځانګړې غونډه کوي. بل لورته د افغانستان لپاره د ناروې سفیر په کابل کې د طالبانو له وزیرانو سره لیدلي او د ښځو پر کار او تعلیم د بندیز د لرې کولو غوښتنه یې ترې کړې ده.

د افغانستان د حالاتو په اړه غونډه نن د جمعې په ورځ د متحده عرب اماراتو، جاپان او فرانس په غوښتنه کیږي، چې پکې به د ملګرو متلونو د مشر مرستیاله آمنه محمد افغانستان ته د خپل سفر په اړه خپل رپوټ او معلومات هم وړاندې کړي.

مېرمن آمنه محمد تېره اونۍ د افغانستان د بشري حالت او د ښځو پر تعلیم او کار د بندیزونو د لرې کولو په اړه له طالبانو سره د خبرو لپاره کابل او کندهار ته تللې وه.

په ملګرو ملتونو کې د عرب اماراتو د دفتر ویاندې شهاد مطر وایي، دا غونډه به هم د بندو دروازو تر شا کېږي چې پکې به آمنه محمد طالبانو ته د ورکړو پيغامونو او د حالاتو د ارزونې په اړه خپل معلومات او نظر شریکوي.

د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې آمنه محمد د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د نجونو او ښځو د تعلیم د حقوقو په اړه سره متحد شي. هغې لیکلي:

"هلته [په افغانستان کې] مې د [طالبانو] له استازو سره ولیدل چې هغو نابرابریو ته د حل څه لاره پیدا کړم کوم چې د افغانستان پر نجونو، ښځو، نارینه او هلکانو اغېز کوي."

مېرمن آمنې محمد افغانستان ته د خپل سفر په مهال د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د بندیز په اړه شدیده اندېښنه ښکاره کړې وه او د طالبانو له حکومته یې د دغه بندیزونو د سمدستي لرې کولو غوښتنه کړې وه.

بل لور ته د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافیر پال کلومن بیکین د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره لیدلي او د ښځو پر کار او تعلیم د بندیز د لرې کولو غوښتنه یې ترې کړې ده.

ښاغلي بیکین د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې ناروې د افغانو ښځو د تعلیم او کار د مسئلې د هواري لپاره له طالبانو سره دوامداره خبرو ته ژمنه ده:

"له دواړو دواړو [متقي او حنیف] څخه مې وغوښتل چې ښځو او نجونو ته تعلیم ته د لاسرسي بشپړه اجازه ورکړي او په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز پرېکړه بیرته واخلي."

د ناروې سفیر د جمعې په ورځ په کابل کې د نجونو د تعلیم لپاره د کار کوونکې ادارې «څرک» له مشرې پرستو حکیم سره هم لیدلي او د ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیزونو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

سفیر پال کلومن بیکین او پرستو حکیم دواړو د دغې لیدنې په اړه پر خپل ټویټر لیکلي، چې باید ښځو ته په افغانستان کې د کار او تعلیم حق ورکړل شي. مېرمن پرستو لیکلي:

"موږ په افغانستان کې د هغو ستونځمنو حالاتو په اړه خبرې وکړې چې افغانې نجونې او ښځې ورسره مخ دي، د افغانستان ښځې او نجونه ټینګار کوي چې باید تعلیم وکړي او دا غوښتنه یې باید له پامه ونه غورځول شي".

طالبان د 2021م کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې تر بیا واکمنېدو وروسته په ټول هیواد کې پرله پسې پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي او نه یواځې یې ښځې په سرکاري دفترونو کې له کار کولو منع کړې دي بلکې په غیرسرکاري ادارو کې یې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

طالبانو نجونې تر شپږم ټولګي پورته په سکولونو او پوهنتونونو کې له زدکړو هم تر اوسه محرومه ساتلې دي او یواځې تر شپږم ټولګي پورې یې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړې ده.

نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول غربي هیوادونو په وار وار ټینګار کړی چې طالبان باید د نړیوال اعتبار د ترلاسه کېدو او رسمیت پېژندنې لپاره لومړی د خپلو خلکو رایې او نظر ته درناوی وکړي او د ښځو او نجونو، قومي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه پر ځای کړي، خو طالبان وایي د هیچا له حقونو یې سرغړونه نه ده کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00