شاته

طالبانو د کابل سقوط په وخت له خپلو بندیانو خالي کړي زندانونه په ۲۹۰۰۰ نورو بندیانو بیرته ډک کړي

واشنګټن ــــ طالبانو چې په څه کم دوه کالو کې د تېر حکومت له خوا بندي شوي مجرمان د جيلونو نه خوشي کړي وو، اوس يې بيا جيلونه د نوي مجرمانو نه ډکول پېل کړي دي.

په تېرو ۱۸ مياشتو کې طالب چارواکو نزدې ۲۹۰۰۰ کسان د قتل، غلا او په زور د خلکو د تښتولو په تور کې نيولي دي.

د طالبانو د جېلونو ډاېرېکټر محمد يوسف مستري وي او اې ته په وټس اپ پېغام کې ويلي:

"مونږه ۱۵۰۰۰ بنديان خوشي کړي او نن سبا د اسلامي امارت په جېلونو کې ۱۴۰۰۰ بنديان دي"

په دغو بنديانو کې تر ۱۱۰۰ پورې ښځې هم شاملې دي.

طالب چارواکي دعوې کوي چې په نيول شويو بنديانو کې سياسي قېديان نه شته خو آزادې سرچينې د دغو دعوو تصديق نه کوي.

بل خوا د بشري حقونو د څار اداره او دغسې نورې ډلې وايي‌ طالبانو د داعش او نورو وسله والو ډلو پلويان په جېلونو کې د اچولو په ځای وژلي دي د چا نه چې د ملک سلامتيا ته خطر وو.

د طالبانو "اسلامي امارت" حکومت د سخت شريعت لاندې د شراب، زنا او همجنس بازي لوی جرمونه دي چې د ځينو سزا پکې مرګ دی.

طالبانو تېر کال د نومبر د مياشتې راهسې په ولسي ځايونو کې مجرمانو ته د سزا ورکولو لړۍ يو ځل بيا پېل کړې ده، چې پکې د غلو نه لاس وهل او په جنسي اړيکو کې ککړ کسان په درو وهل شوي او په قتلونو کې ککړ مجرمان د خلکو په مخ کې په ګولو ويشتل شوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندويه اداره يونامه وايي، طالبانو تر اوسه د ۱۰۰ نه زيات ښځې او سړي د سزا په توګه په درو وهلي، او دوه سړو ته پکې د مرګ سزا ورکړل شوی.

د طالبانو دغو سزا ګانو په اړه د بشري حقونو د اېشيا څانګې مشرې پېټريشا ګوسمین وي او اې ته ويلي:

"داسې وحشيانه سزاګانې چې اکثر په داسې وړو جرمونو لکه د موسيقۍ په اورېدلو چې هډو جرم نه ګڼل کېږي،‌ انساني سپکاوی دی او په نړيوال قانون کې يې اجازت نه شته".

يوناما او د بشري حقونو ډلې وايي، په افغانستان کې په تېرو وختونو او حکومتونو کې هم ډول ډول سزاګانې عملي شوي.

د نيويارک ټايمز او فزيشن فار هيومن رایټس رپوټونه وايي،‌ په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲م کال کې د امريکايي‌ پوځ په مشرۍ چې کله د طالبانو حکومت نسکور کړی شو نو د ځايي ملېشه ځواکونو په مرسته په حراستي مرکزونو کې په سوونو طالبان مړه شوي‌ وو.

همدغه شان د ملګرو ملتونو يو زوړ رپوټ وايي، ‌د تېر افغان حکومت په وخت کې هم په قیديانو تشدد شوی وو، چا چې د ۳۰۰۰۰ نه زيات کسان نيولي وو او ورسره يې تشدد کړی وو چې اکثريت پکې د طالبانو وو.

د بشري حقونو د څار مشرې پېټريشا ويلي طالبان به هم د تېرو وختونو په څېر د نيول شوو قېديانو سره تشدد کوي.

خو د طالبانو د حکومت د جېلونو مشر محمد يوسف مستري په جيلونو کې د تشدد خبرونه رد کړي دي او ويلي یې دي چې د دوی وزارت ته د قېديانو سره د ښه سلوک امر شوی دی.

که څه هم طالبان دعوې کوي چې د قېديانو سره به ښه سلوک کوي خو رپوټونه وايي،‌ په افغانستان کې د جېلونو حالت ډېر خراب دی او دغه د ډېر وخت نه د افغانستان د پاره يو لوی چېلنج دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00