شاته

تهران کې د آذربایجان پر سفارت وسله وال برید؛ یو تن وژل شوی، دوه ټپیان دي 

یو وسله وال کس نن د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷) د ایران په پلازمېنه تهران کې د اذربایجان پر سفارت برید وکړ او د دغه دپلوماتیک ماموریت د امنیت مشر یې وواژه.

د ایران حکومت ویلي چې دې برید "شخصي انګیزه" درلوده، خو د اذربایجان ولسمشر الهام علییف دا پېښه "ترهګریز برید" بللی دی. عليیف ویلي چې پدې برید کې ددې هیواد د سفارت د امنیت د وژل شوي مشر نوم اورخان رضوان و.


په همدې حال کې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې ددې ډزو "مسوولیت" چې د سفارت دوه ساتونکي په کې هم ټپیان شوي، د ایران په غاړه دی. د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویاند آیخان حاجي زاده رسنیو ته ویلي چې په ایران کې د اذربایجان ضد وروستي کمپاین، دا "برید ه هڅولی" دی.

حاجي زاده وروسته بیا د ترکیې دولتي تلویزیون ټي آر ټي ته وویل چې په ایران کې د دې هیواد د سفارت کارکوونکي له تهران څخه ایستل کیږي.


په ټولنیزو رسنیو کې شریکې شوې ویډیوګانې چې ایراني رسنیو هم خپرې کړي ښیي چې دوه کسان یو موټر پارک کوي او د تهران په ختیځ کې یوې ودانۍ ته ننوځي او بیا یو موټر د شا له خوا ددې موټر سره په ډیر سرعت ټکر کوي.

له هغې وروسته، یو سړی چې نیمه اتوماتیک ټوپک یې په لاس کې دی، لیدل کیږي چې له دویم موټر څخه راوځي او دمخه تر دې چې په زور سفارت ته ننوځي یو امنیتي ساتونکي ته اشاره کوي.


یوه بله ویډیو، چې کره والی یې لا نه دی تایید شوی او ظاهراً فلم د سفارت دننه اخیستل شوی ښیي چې دوه کسان سفارت ته ننوځي او یو یې دروازه پرانیزي او یو وسله وال کس ته اجازه ورکوي چې ودانۍ ته ننوځي او ډزې وکړي.

د ایران امنیتي ځواکونو اعلان کړی چې بریدګر ۵۰ کلن و او له یوې ۱۴ کلنې نجلۍ او ۷ کلن هلک سره سفارت ته ننوتی او بیا یې پر نورو ډزې وکړې. پولیس وايي برید کوونکی نیول شوی دی. په تهران کې د پولیسو یو جګپوړي چارواکي حسین رحیمي ویلي، برید کوونکی ایرانی تبعه دی چې له یوې اذربایجانې ښځې سره یې واده کړی دی.


فارس خبري اژانس په یو راپور کې ادعا کړې چې د دغه بریدګر د عمل لامل او انګېزه «شخصي او ناموسي» وه. لږ وروسته، د پولیسو چارواکو وویل چې برید کونکي ادعا کړې چې میرمن یې څو میاشتې مخکې د اذربایجان سفارت ته تللې وه او بیرته کور ته نه ده راغلې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني دغه برید په کلکه غندلی، خو ویلي یې دي چې د دغه برید انګېزه "شخصي" مسله وه.