شاته

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت مړ شو

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت د ۷۸ کالونو په عمر د پیښور په یو روغتون کې مړ شو.

د ښاغلي ثابت د کورنۍ غړیو او دوستانو یې مړینه تائید کړې خو د مرګ د علت په هکله یې څه ندي ویلي.

پخوانی لوی څارنوال پنجشنبه جنوري ۲۶ (سلواغې۶) د پیښور نارټ ویسټ په نامه روغتون کې سا ورکړه.

نوموړی په ۱۳۲۴ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت سره رود په ولسوالۍ کې زیږیدلی و او په ۱۳۵۰ کال کې یې د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي څخه د لسانس سند تر لاسه کړی و.

ښاغلی ثابت وورسته متحده ایالاتو ته ولاړ او د حقوقو- اقتصاد په برخه کې یې د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې هم وکړلې.

پخواني لوی څارنوال همدارنګه د ۱۹۸۰ په لسیزې کې په واشنګټن ډی سي کې د امریکا غږ راډیو پښتو څانګې سره کار کاوه.

هغه د ډیرې مودې لپاره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي غړی و او په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال یې په پاکستان کې ژوند کاوه.

خو په ۲۰۰۱ کال کې چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د طالبانو پخوانی رژیم ړنګ کړ، عبدالجبار ثابت بیرته افغانستان ته ستون شو او په بیلا بیلو دولتي مقامونو کې یې دنده وکړله.

ښاغلی ثابت د ۱۳۸۵ هجري لمریز کال د وږي په میاشت کې د افغانستان لوی څارنوال وټاکل شو. هغه پدې مشهور و چې پخپلې دندې کې جدي و.

د افغانستان د حکومت یو شمیر پخوانیو غړیو د ښاغلي ثابت په مړینې خفګان ښودلی.

د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلمیار په ټویټر کې د خواشینۍ په پیغام کې لیکلي، "ارواښاد ثابت صېب د هېواد یو خیرخوا، مصلح، خواخوږی او باعزته مشر و، د داسې لویو خلکو مړینه ډېره لویه ضایع ده او تشه یې هېڅکله نه ډکېږي".

د افغانستان د پخواني حکومت یو بل چارواکي ضیاالحق امرخیل چې په جمهوري نظام کې یې وروستۍ دنده د ننګرهار والي په توګه وه، هم د عبدالجبار ثابت په مړینه خفګان ښودلی.

هغه په ټویټر کې لیکلي، " مرحوم ثابت، په سختو ورځو کې د قانون حاکمیت او د عدالت تامین ته کار وکړ. الله ج دې دغه سپین ږیری مشر وبخښي. کورنۍ او دوستانو ته يې تسلیت".

عبدالجبار ثابت د لوی څارنوال په توګه کوښښ کاوه چې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په حکومت کې یو شمیر جګپوړي چارواکي چې د ځمکو په غصب، اداري فساد او نورو تورونو تورن و، محاکمه کړي او له همدې کبله په مطبوعاتو کې مشهور شخص و.

خو ښاغلي کرزي ښاغلی ثابت وروسته تر هغه له دندې لیرې او پر ځای یې اسحق الکو لوی څارنوال وټاکه چې عبدالجبار ثابت ځان په ۲۰۰۹ کال کې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړ.

پخواني لوی څارنوال هم په هغه وخت کې مطبوعاتو ته ویلي و چې دنده یې نده پریښې بلکې د جمهور رئیس لخوا له دندې ګوښه شوی.

عبدالجبار ثابت په ۲۰۱۱ کال کې د ځینو کسانو لخوا چې معلومه نشوه څوک به و، وتښتول شو او د نږدې یو کال تري تم کمیدو وروسته خوشې شو. ویل کیږې چې په همدې مودې کې د ښاغلي ثابت روغتایي حالت هم خراب شوی و.