شاته

جنرال باجوه افغان مشرانو ته د سولې په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړی

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوهد شنبې په ورځ د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله، عبدالله او لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم سره په جلا جلا ټیلیفوني اړیکو کې هغوی ته په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په برخه کې د خپلې مرستې ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان د پوځ نوي مشر افغان مشرانو ته دا هم ویلي، چې سوله د سیمې په ګټه ده.

د پاکستان د پوځ په ويناء افغان مشرانو د پاکستان د پوځ نوی مشر جنرال قمر جاوید باجوه کابل تههم بللی خو د پاکستان پوځ د مشر دغې کتنې ته نیټه نه ده ښودل شوې.

د پاکستان د پوځ د رسنیو د دفتر د وینا له مخې ،ددغه هیواد د پوځ نوي مشر جنرال قمر جاوید باجوه د شنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ټیلیفوني خبرو کې هغوی ته د نوي عیسوي کال ۲۰۱۷ د رابره کیدو مبارکي هم ورکړې ده.

تراوسه لا د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست د دغو ټیلیفوني اړیکو په اړه څه نه دي ویلي.

جنرال باجوه پداسې حال کې افغان مشرانو سره په ټیلیفون خبرې کړي، چې ۲۰۱۶ میلادي کال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له اړخه ترینګی وو او دواړو هیوادونو سمې اړیکې نه لرلې.

افغان مشران پاکستان پدې ګرموي، چې پوځ او استخبارات یې له طالبانو ملاتړ کوي.

خو پاکستان تل دا تورونه ردکړي دي.

جنرال جاوید باجوه د نومبر په وروستیو کې د پاکستان د پوځ مشري په غاړه اخیستې ده.