شاته

افغانستان کې د پاسپورت متقاضیان: 'تور بازار کې یو پاسپورت تر ۴۰۰۰ ډالرو' خرڅېږي

د طالبانو د پاسپورټ د عمومي ریاست له خوا د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر د بندیدو سره سم د پاسپورټ غوښتوونکو تور بازار ته مخه کړې او د زیاتو پیسو په بدل کې پاسپورټونه ترلاسه کوي.

د پاسپورټونو ځینې غوښتونکي ادعا کوي، چې کمیشنکاران د زیاتو پیسو په بدل کې د پاسپورټ غوښتونکو ته پاسپورټونه برابروي. د راپورونو له مخې اوس مهال په تور بازار کې د یو جلد پاسپورټ بیه د ۲۰۰۰ ډالرو څخه تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې رسیدلې ده.

د پاسپورت اصلي قیمت شاوخوا ۱۲۰ ډالر کېږي.

فردوس ( مستعار نوم) چې د اوو میاشتو راهیسې د پاسپورټ ترلاسه کولو په لټه کې دی، امریکا غږ ته وویل، چې د پاسپورټ د ویشلو د بهیر د بندیدو له امله دې ته اړ شو، چې تور بازار ته مخه وکړي.

فردوس وویل، چې څو ځلې یې د پاسپورټ کمیشنکارانو ته مراجعه کړې ده، خو د پاسپورټ د جګې بیې له امله په دې نه دی توانیدلی، چې هغوی سره موافقې ته ورسیږي.

هغه وویل: " قیمتونه متفاوت دي، د ۲۵۰۰ ډالرو څخه شروع کیږي او تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې رسیږي. څلور زره چې اخلي په ۲۴ ساعتونو کې درته پاسپورټ درکوي، خو په ټیټو بیو بیا د یوې اونۍ په موده کې درته پاسپورټ برابروي."

فردوس وویل، چې کمیشنکاران د پاسپورټ کتابچې د بایومټریک پرته ویشي او د پاسپورټ غوښتونکو ته یې ورکوي.

د پاسپورټ یوغوښونکي په یو پیغام کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي د پاسپورټ د دفتر په بیرته پرانیستلو باندې د ټینګار په ترڅ کې ویلي دي، چې همدا اوس د پاسپورټونو تور بازار ګرم دی.

هغه ویلي: " د اسلامي امارت د حکومت څخه زمونږ غوښتنه داده، چې لطفا دې د پاسپورټ ریاست دروازه د عامو مراجعینو پرمخ پرانیځي تر ځوانان وکړی شي، چې د هغو تحصیلي فرصتونو څخه چې سږکال ورته په پام کې نیول شوي ګټه پورته کړی شي."

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت شاوخوا څلور میاشتې دمخه د پاسپورټ د ویشلو بهیر بند کړ. د طالبانو د حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر بندیدل د تخنیکي ستونزو له امله ښودلي او ویلي دي، چې دا ستونزه به ژر هواره شي.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا دوهم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي څه موده وړاندې کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې نړیواله ټولنه د نوو پاسپورټونو د چاپولو په بهیر کې د ستونزو په راولاړولو تورنه کړی وه.

د ټولنیزو رسنیو ځینې افغان کارونکو هم د تازه ویشل شو پاسپورټونو ځینې تصویرونه خپاره کړي دي. د ټولنیزو رسنیو دغو کارونکو ادعا کړې، چې دا پاسپورټونه د زیاتو پیسو په بدل کې په وروستیو اونیو کې ویشل شوي دي.

ویس بارکزي په نوم د ټولنیزو رسنیو یو افغان کارونکی، چې زیات شمیر خلک یې په فیسبوک کې تعقیبوي د پاسپورټونو د لومړي مخ یو زیات شمیر تصویرونه خپاره کړي، چې د تیرمیلادي کال په وروستۍ میاشت ډسمبر او د نوي میلادي کال په روانه میاشت کې د پاسپورټ غوښتونکو ته ویشل شوي دي.

ښاغلي بارکزي ویلي " د پاسپورټ په ویشلو کې د تخنیکي ستونزو سره سره یو شمیر کسانو ته د پاسپورټونو ویشل روان دي...عامو خلکو ته تخنیکي ستونزه ده، خو په تور بازار کې هیڅ تخنیکي ستونزه نشته دی".

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست امریکا غږ سره په دې اړه د خبرو ډډه وکړه. خو د دغه ریاست ویاند نورالله پتمن سیمه ییزو رسنیو سره په نږدې ورځو کې په مرکه کې ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې یې په لسګونو کمیشنکاران د پاسپورټونو د ویشلو په تړاو نیولي دي او په زندان کې اچولي دي.

ښاغلي پتمن ویلي، چې د بایومټریک پرته پاسپورټونه اعتبار نلري او د پاسپورټ د غوښتونکو څخه یې غوښتي، چې باید د جعل کارانو او کمیشنکارانو څخه ځانونه وساتي او د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره هغوی ته پیسې ورنکړي.

نورالله پتمن د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر د بیرته پیلیدو په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی، چې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر به ډیر ژر په کابل او ولایتونو کې بیرته پیل شي. څه موده وړاندې د پاسپورټ ریاست چارواکو ویلي و، چې ځینو کسانو په ګاونډیو هیوادونو کې په غیرقانوني ډول جعلې پاسپورټونه چاپ کړي اود پیسو په بدل کې یې د پاسپورټ غوښتوونکو ته ویشي.

دغه ریاست د یو شمیر نیول شوو جعلکارانو د اعترافونو او معلوماتو پر اساس ویلي، چې جعلکارانو په ګاونډیو هیوادونو کې د پاسپورټونو سپینې کتابچې چاپ کړي او افغانستان ته یې په قاچاقي ډول انتقال کړي دي. خو د پاسپورټ ریاست د کوم ګاونډي هیواد نوم نه دې ښودلی، چې دا ډول پاسپورټونه په کې چاپ شوي دي.