شاته

امریکا کې پناه غوښتونکی پخوانی افغان سرتیری له زندانه خوشې شو

یو پخوانی افغان سرتیری چې په متحده ایالاتو کې د پناه اخیستو په تمه له مکسیکو څخه امریکا ته د اوښتو پر مهال نیول شوی و، له څو میاشتو زندان تیرولو وروسته د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) آزاد شو.

عبدالواسع صافی د ټکساس ایالت په ایډن کې وروسته له هغه د امریکا د مهاجرت ادارې له توقیف څخه خوشې شو چې یوې قاضۍ د فدرالي څارنوالانو په غوښتنه پر هغه باندې لګېدلي د کډوالۍ له قانون څخه د سرغړونې تورونه لیرې کړل.

صافی وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له لورې د غچ اخیستنې له وېرې ځکه له هېواده وتښتېد چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو لپاره د استخباراتي مامور په توګه د کار کولو پر مهال یې امریکايي ځواکونو ته د ترهګرو په اړه معلومات ورکړي وو.

هغه د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې له برازیل څخه د مکسیکو او امریکا تر پولې اوږد او له خطرونو ډک سفر په دې نیت وهلی وو چې په ټکساس کې له خپل ورور سره یو ځای شي، خو له پولې څخه د اوښتو پر مهال ونیول شو.

په ټکساس کې د فدرال یوې قاضۍ د دوشنبې په ورځ پر هغه باندې لګېدلي تورونه لرې کړل. د صافي مدافع وکیل، زکري فرتیتا د چهارشنبې په ورځ وویل چې د هغه موکل په یوه ناڅرګند ځای کې خپله درملنه کوي او پلان لري چې د جمعې په ورځ د ټکساس په هیوسټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وینا وکړي.

فرتیتا وویل، واسع صافی او د هغه ورور "په بیا یو ځای کیدو باندې خوښ دي."

له برازیل څخه امریکا ته د سفر پر مهال واسع صافی وهل شوی غاښونو او د اورېدلو حس ته یې صدمه رسېدلې ده.

د هغه مدافع وکیل همدارنګه ویلي چې په تیرو څو میاشتو کې د هغه د صحت په اړه د بې غورۍ له امله یې روغتیايي حالت نور هم خراب شوی چې دا مهال ورته توجه کیږي.

هغو مدافع وکیلانو، د امریکا د کانګرس غړو او پوځي ادارو چې د واسع صافي د خوشې کولو لپاره یې هلې ځلې کړي، وايي، د هغه قضیه په ګوته کوي چې په ۲۰۲۱ کې له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د عاجلانه وتلو له امله هغو افغانانو ته زیان رسېدلی چې له امریکا سره یې مرسته کړې وه خو په افغانستان کې ترشا پرېښودل شوي دي.

شاوخوا ۷۶ زره افغانان چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره د ژباړونکو او همکارانو په توګه کار کړی، له دغه هېواد څخه د امریکا له وتلو وروسته په پوځي الوتکو کې امریکا ته رسېدلي دي. خو په امریکا کې د دوی د کډوالۍ وضعیت له دې امله روښانه نه دی چې د امریکا کانګرس تېره میاشت هغوی ته د قانوني هستوګنې ورکولو د قانون په تصویبولو کې پاتې راغی.

د واسع صافي مدافع وکیلان وايي، د هغه قضیه یوازنۍ نده او دا چې د امریکا او مکسیکو په پوله باندې ډیر نور پناه غوښتونکي افغانان هم شته چې دوسیو ته یې پوره توجه نده شوې.