شاته

هند د جمهوریت ورځې په رسم ګذشت کې خپل نظامي ځواک وښود

هند د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغې شپږمه) د جمهوریت د ورځې کلني جشن پر مهال په نوي ډیلي کې د جنګي جیټ الوتکو او ټانکونو نندارې ته په وړاندې کولو خپل پوځي ځواک وښود.

له انګلستان څخه د آزادۍ اخیستلو وروسته د هند د نوي اساسي قانون له تصویب وروسته د ۷۵ کلونو د پوره کېدو په مناسبت دا کلنی رسم ګذشت په داسې حال کې تر سره کیږي چې د اسیا دغه نوی راپورته کیدونکی ځواک له سختو امنیتي ننګونو سره مخامخ دی.

د لومړي ځل لپاره دا رسم ګذشت په نوي ډیلي کې له استعماري دورې څخه پاتې په تازه رغول شوي یوې جادې کې ترسره شو چې د صدراعظم نریندرا مودي د ملتپال حکومت په لارښوونې ترمیم شوې او د هند مهمې دولتي ودانۍ پکې دي.

مودي پدې اړه په یوه ټویټ کې وویل: "موږ به په ګډه حرکت وکړو چې زموږ د آزادۍ د غورځنګ د اتلانو خوبونه پوره کړو."

د هند مخ پر ودې اقتصاد او پراخېدونکي ډیپلوماتیک نفوذ په وروستیو څو کلونو کې په نړیوالو چارو کې ددغه هېواد دریځ پیاوړی کړی دی.

خو د مودي حکومت د هېواد د زوړ امنیتي ځواک د بیړني عصري کولو له مشکل سره لاس او ګرېوان دی.

د هند پوځ د همالیا په غرونو کې پر پوله باندې د چین د زیاتېدونکي نظامي ګواښ سره مخامخ دی. د دنګو غرونو په څوکو پر دغه پوله، په ۲۰۱۹ کې خونړیو پوځي نښتو د دواړو خواوو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې سختې اغېزمنې کړې.

هند تیر کال لومړنۍ الوتکه وړونکې ستره بیړۍ د خپلو هغو هڅو د یوې برخه په توګه په کور دننه جوړه کړه چې د کورنۍ دفاع دپاره پر روسیې باندې تکیه کمه کړي. روسیه په تاریخي توګه هند ته د وسلو برابرولو تر ټولو ستر هېواد ګڼل کیږي.

هند تېر کال د دفاع وزارت د معاشونو د سپما په موخه د پوځ د استخدام د چارو د سمون هڅې وروسته له هغه ودرولې چې په پوځ کې شمولیت غوښتونکو هندیانو په مظاهرو لاس پورې کړ، له پولیسو سره ونښتل او ریل ګاډو ته یې اور واچاوه.

د هند د جمهوریت جشن د سږکال رسم ګذشت ته د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د ځانګړي مېلمه په توګه رابلل شوی و. هند سږکال د جي۲۰ د سرمشریزې کوربتوب ته هم تیاری نیسي.