شاته

په کیف د مسکو تازه بریدونه؛ اوکراین وايي د روسیې ۲۴ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې

په اوکراین کې مقامات وايي‌ چې نن پنجشنبه جنوري ۲۶ (سلواغه شپږمه) د روسیې د توغندیو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ اوکراینیان وژل شوي دي او پوځ یې وايي چې د روسیې ۲۴ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې.

چارواکي‌ وايي دا تازه بریدونه د استوګنو او انرژۍ په تاسیساتو باندې شوي دي چې ۱۱ تنه نور په کې زخمیان دي.

د کیف د نظامي ادارې مشر سرهي پوپکو وویل چې له ورسیې څخه په کیف باندې توغول شوي ۱۲ توغندي خنثی شوي دي. هغه زیاته کړه: «دښمن تر ۱۵ زیات توغندي په کیف باندې وتوغول چې چې د دافع هوا د عالي اقدام له کبله یې ټول نسکول کړل شول.»

چارواکي‌ همدغه راز وايي چې د اودیسا په جنوبي برخه کې هم دوه میزایل لګېدلي دي. ددغې سیمې د نظامي ادارې مسئول یوري کروک په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي‌ دي چې په دغو بریدونو کې د انرژۍ تاسیساتو ته زیان اوښتی دی. هغه وايي دفاعي هوايي ځواکونو یې دا بریدونه شنډ کړي دي.

په همدې حال کې د اوکراین لوی درستیز وايي چې ځواکونو یې تېره شپه یې د روسیې ۲۴ بې پیلوټه جنګي الوتکې وېشتلي او غورځولي‌ دي. هغه د خپلو خبرو لپاره کوم شواهد ونه وښودل او نه هم روسیې د دغې ادعا په اړه لا څه ویلي‌ دي.

د اوکراین لوی درستیز په خپلې ورځنۍ معلوماتي غونډې کې وویل چې د اوکراین ځواکونه د دونتسک او لوهانسک د باخموت او نورو سیمو کې هم د روسي ځواکونو په وړاندې مقاومت کوي. خو اوکرایني چارواکي‌ وايي‌ چې د دونستک په سیمه کې یوه ښارګوټی له لاسه وتلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا اعلان وکړ چې امریکا به د « M1 Abrams » ۳۱ ټانګونه ورکوي چې د روسیې په مقابل کې په روانې جګړې کې ترې کار واخلي.‌

تر دې مخکې د جرمني هم اعلان وکړ چې به کیف ته د « Leopard 2» ۱۴ ټانکونه ورکوي.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د امریکا او جرمني د دغو پرېکړو هرکلی کړی دی. ده هم ژمنه کړې وه چې اوکراین ته به د خپل هېواد « Challenger 2 » ۱۴ ټانکونه ورکوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي چې اوکراین باید له روسیې سره د مقابلې ظرفیت پيدا کړي. خو د روسیې د ولسمشر ویاند دمتري پسکوف دا «ناکام پلان» وباله او وویل چې د جرمني او امریکا ټانکونه به هم د «نورو په څېر وسوځول» شي.

روسیې تېرکال په اوکراین یرغل پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی او له اوکراین سره پوخي او بشري مرستې کوي چې د مسکو په ضد دا جګړه وګټي.