شاته

طالبان: سړې هوا افغانستان کې په دوو اونیو کې ۱۵۸ کسان مړه کړي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، د ژمي د سختې سړې هوا له کبله په تېرو دوو اونیو کې ۱۵۸ کسان مړه شوي دي.

ددې وزارت د بودیجې رئیس عبدالرحمن زاهد وویل: "د جنورۍ د لسمې نېټې راهیسې په ۲۴ ولایتونو کې په خواشینۍ سره د سړې هوا، سیلاب، اورلګېدونې او د ژمي اړوند نورو ستونزو له کبله ۱۵۸ کسان شهیدان شوي او ۲۷ نور ټپیان دي."

ځايي اوسېدونکي وايي روان ژمي یې ژوند ډېر سخت کړی، له بې وزلۍ او لوږې سره مخامخ دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د افغانستان اقتصاد له سقوط او په میلیونونو کسان له بې وزلۍ او لوږې سره مخامخ شوي دي.

په ورته وخت کې ملګري ملتونه وايي چې لږترلږه شپږ میلیون تنه له قحطۍ سره مخامخ دي.

د وړاندوینو له مخې، د روانې اونۍ په پای کې به د افغانستان په ځینو سېمو کې د تودوخې درجه د ساتني ګراد په کچه منفي ۳۵ ته راکښته شي.

شازیه چې په کابل کې د لغمان ولایت د بې ځایه شویو په یو کمپ کې اوسیږي، وايي دوه ماشومان د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

هغه په سوړ ژمي کې د کور د تودولو دپاره د سون د موادو له نه لرلو شکایت کوي. هغې وویل: "د کوټې د تودولو لپاره هیڅ شی نه لرو. کله چې ډوډۍ پخوو دلته ټول سره راټولیږو او ځان هم ګرموو."

دغه راز نور افغانان هم وايي،‌ سږکال ژمی پرې ډېر سخت تیریږي، له سختو ستونزو سره مخامخ دي او هیڅ چاره نه لري.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان په تېرو ۱۵ کلنو کې په داسې حال کې سوړ ژمی تیروي چې لږترلږه ۶ میلیونه نفوس یې له قحطۍ سره مخامخ دی.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال، مارتین ګریفتس، وویل: "په افغانستان کې ژمي هر څه ډېر ستونزمن کړي دي. موسم او وخت او لکه څنګه چې وینو یو شمېر کسان تلف شوې هم دي چې موږ ورته ډېر متوجه یو. نږدې شپږ میلیونه تنه چې دا ډېره لوړه شمېره ده،‌ د قحطۍ سره مخ دي. تر هغه ځایه چې زه پوهیږم، له قحطۍ سره ددغو شپږو میلیونو کسانو مخامخ کېدل بې سارې دي."

په افغانستان کې د ژمي سړې هوا وضعیت په داسې وخت کې سخت کړی چې په نادولتي موسسو کې د میرمنو پر کار د طالبانو د بندیز له کبله ګڼ شمېر خیریه موسسو کار درولی دی، او دې اقدام د خیریه موسسو ګڼ مرستندوی پروګرامونه ځنډولي دي.