شاته

د ملګرو ملتونو مرستیاله: له دیارلسمې پیړۍ څخه یویشتمې پیړۍ ته د طالبانو په راوستلو  باید کار وشي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې آمینه محمد د چهار شنبې په ورځ جنوري ۲۵ (سلواغې پنځمه) وویل باید له دیارسمې پیړۍ څخه یویشتمې پیړۍ ته د‌ طالبانو په راوستلو کار وشي.

میرمن محمد چې افغانستان ته له سفر او د طالبانو له یو شمیر مشرانو سره تر لیدنې وروسته په نیویارک کې خبري کولې وویل، هغه څه چې د نورو موضوعاتو په نسبت باید ډیر کار ورسره وشي هغه دادی " څنګه طالبان له ۱۳ پیړۍ څخه ۲۱ پیړۍ ته راولو. دا یو سفر دی، یوازې یوه شپه کې نه کیږي."

هغې وویل، دا به ډیره ستونزمنه وه چې هغوی "طالبان" هغه ځای ته راولو چیرې چې باید وي او د میرمنو او نجونو حقونه خوندي او تامین وي.

میرمن محمد زیاته کړه، د افغان میرمنو د بشري حقونو د تامین په هدف یې په خپل اختیار کې له هر ډول امکاناتو کار واخیست.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د مرستیالې د تازه څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې څرګنده کړه، طالبانو ورته وویل چې د میرمنو د ساتنې هڅه کوي خو د هغې په وینا د طالبانو دا تګلاره د میرمنو "ځپل" دي.

میرمن آمینه وویل چې افغانستان ته یې د سفر پرمهال په طالبانو فشار راوست څو پر افغان میرمنو بندیزونه لیري کړي، په خاص ډول په خیریه موسساتو کې ځکه د هغوی په وینا د سخت ژمنې پرمهال "قحطي د نږدې" کیدو په حال کې ده.

آمینه محمد او په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفتس چې په نیویارک کې خبري کولې وویل، افغانستان ته یې په سفر کې د میرمنو په مسله ډیر فشار راوست او ځینې وختونه به "غبرګون په زړه پورې نه وو"

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته تر رسیدو سمدستي وروسته، د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښونځي بندي کړي، له استثنا پرته یې په دولتي ادارو کې د میرمنو د کار مخه ونیوله، ښځې او نجونې یې له لوړو زده کړو بې برخې کړې او حمامونو او پارکونو ته یې د ښځو او نجونو په تګ بندیز ولګاوه.

مرسته رسونکي ادارې وایي افغانستان په نړۍ کې له ناوړه بشري ناورین سره مخ دی او ددې هیواد د ۳۸ میلیونه نفوس څه باندې نیمایي برخه لوږې سره مخ ده او کابو څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ څخه رنځیږي.

دغه مشکلات وروسته له هغه نور هم زیات شول چې د طالبانو رهبري په موسساتو کې د میرمنو پر کار بندیز ولګاوه او یادو موسسو خپل کار وځنډاوه.

د بشري چارو او بیړنیو مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګرفیتس وویل هیله من دی چې ډیرې بشري څانګې د ښځینه کارکوونکو لپاره پرانیستل شي.

نوموړي په کابل کې د خبرو پرمهال وویل:" ماته د طالبانو یو شمیر چارواکو وویل، طالبان د یوې ادارې په توګه، په یو لارښود کار کوي چې له مخې به یې په بشري چارو کې د میرمنو د رول او امکان په اړه ډیر وضاحت رامنځ ته کړي."

د نړیوالې ټولنې د فشارونو وروسته، طالب چارواکو یوازې په صحي سکټور کې میرمنو ته د کار کولو اجازه ورکړه.