شاته

پمپیو په خپل کتاب کې: اشرف  غني ما ته "تر ټولو نا محبوب" رهبر و

د امریکا د بهرنیو چارو مخکني وزیر مایک پمپیو په خپل نوي چاپ شوي کتاب کې د افغانستان مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني د ده لپاره تر ټولو «نامحبوب رهبر» یاد کړی او ویلي دي چې هغه د سولې په لاره کې «اغزی» کې و.

د مایک پمپیو کتاب د سه شنبې به ورځ جنوري ۲۴ (سلواغه څلورمه) بازار ته راوتلی دی. هغه په خپل کتاب کې د افغانستان په مسائیلو او‌ په خاص ډول د محمد اشرف غني له حکومت سره د واشنګټن د تعامل، افغانستان کې د سولې د مذاکراتو او له دغه هېواد سره د امریکا د مرستو په څرنګوالي غږېدلی دی.

نوموړي لیکلي دي چې په افغانستان کې فساد د مخکني حکومت تر ټولو لویه ستونزه وه او په خبره یې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه وخت د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د فساد بانډونو ته اجازه ورکړې وه چې د امریکا مرسته شوي میلیونونه ډالر په بډه ووهي.

پمپیو وايي هغه د کیم جونګ اون، شی جینپینګ او ولادیمیر پوتین په ګډون د نړۍ له بېلا بېلو مشرانو سره لیدلي‌ او خبرې کړې خو په وینا یې غني د دوی په منځ کې د ده لپاره تر ټولو «نامحبوب» مشر و. هغه وايي اشرف غني یوازې د خپلو هیلو او په واک کې د پاتې کېدو په اړه فکر کاوه. هغه لیکلي دي: « یو ځل مې هم داسې حس ونکړ چې هغه [غني] دې د خپل هېواد لپاره د واک د لاسه ورکولو خطر ومني. دې زه خواشینی کړم.»

محمد اشرف غني په وار وار دا خبره کوله چې د افغانستان لپاره با عزته سوله غواړي او د دې کار لپاره د واک پرېښودو او د ځان قربانولو ته چمتو دی. هغه همدغه راز له وخت څخه مخکې ټاکنو باندې ټېنګار کاوه چې افغانان له دې لارې خپل مشر وټاکي.

سره له دې چې محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ کال انتخابات وګټل، خو مایک پمپیو وايي چې هغه د افغان مشرانو په منځ کې د اعتبار وړ رهبر نه و. پمپیو ویلي دي چې غني په لویدیځ کې ډېر وخت تېر کړی و او همدا علت و چې د امریکا «د قانون جوړوونکو سره یې په [سیاسي] لوبو» کې مهارت لره.

د سولې مذاکرات

پمپیو ادعا کړې ده چې محمد اشرف غني د سولې په لاره کې خنډ و او چمتو نه و چې د خپل هېواد او افغانانو د ګټو لپاره واک پرېږدي. هغه په خپل کتاب کې لیکلي دي چې کله یې په کابل کې له اشرف غني سره ملاقات وکړ نو پوه شو چې هغه چمتو نه دی چې «په پاک نیت» سره مذاکرات وکړي.

محمد اشرف غني لا د مایک پمپیو د دغه کتاب په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په افغانستان د روان وضعیت مسئولیت د امریکا د وخت په حکومت او د افغانستان په چارو کې د متحدو ایالتونو د استازي زلمي خلیلزاد په غاړه اچولی و او ویلي وو چې له طالبانو سره یې د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان حکومت ګوښه کړی و.

غني څه موده مخکې له سي ان ان سره په مرکې کې له طالبانو سره د امریکا سوله ناورین زېږوونکې وبلله او ویې ویل چې په دې تړون کې د مذاکراتو ټول اصول له پامه غورځول شوي او په خبره یې له نیمګړتیاو ډک و.

د مایک پمپیو د کتاب په اړه د افغانستان د مخکني ولسمشر مرستیال امرالله صالح په خپل ټویټر کې لیکلي دي‌ چې «د پمپیو کتاب له درواغو ډک» دی او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې خنډ نه و. امرالله صالح لیکلي دي: «ولسمشر م.ا. غني په وار وار ویلي وو چې چمتو دی د ملګرو ملتونو د زمان بندي په اساس له وخت څخه مخکې انتخابات وشي او د قدرت په انتقال کې د ارزښتونو ساتنه وشي.»

هغه لیکلي دي چې د ۲۰۲۱ له اګست وروسته له اشرف غني سره هېڅ ډول اړیکه نلري او زیاته کړې یې ده چې د یو کس د درواغو رسوا کول «د هېڅ کس څخه د دفاع په مانا» نه دي.

سره له دې چې د دونالډ ټرمپ د ادارې د سولې په دغه تړون باندې ډېر انتقادونه کېږي او ځینې یې طالبانو ته د «افغانستان د سپارلو تړون» بولي، خو مایک پمپیو په خپل کتاب کې له طالبانو سره په تړون کې د دونالډ ټرمپ د ادارې ننګه کړې ده.

مایک پمپیو کې په قطر کې له طالبانو سره د سولې د تړون د امضا په مراسمو کې حاضر و، په هغه تړون کې لیکل شوي وو چې باید په ۱۴ میاشتو کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. خو پمپیو وايي چې د ولسمشر جوبایډن له لوري له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د اېستلو د دقېقې نېټې ټاکلو هر څه ګډ وډ کړل.

خو د جوبایډن حکومت بیا ټېنګار کوي چې د قطر تړون له مخکني حکومت څخه ورته په میراث پاتې و چې په کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل شامل وو. د بایډن حکومت ټېنګار کوي چې دوه انتخابونه یې لرل: یا به د قطر تړون عملي کوي او یا به جنګ او وینې تويدل انتخابوي چې ډېر لګښت یې غوښت.

د افغان ځواکونو روزنه

مایک پمپیو په خپل کتاب کې دا تصدیق کړی چې متحدو ایالتونو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په روزلو کې تېروتنې کړې دي. هغه لیکلي دي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د امریکا د پوځي لارښوونو په اساس د روزنې په ځای باید هغوی د افغانستان روانو چریکي جنګونو ته په کتو روزل شوي وای.

هغه ویلي دي چې افغان ځواکونه مسلکي او وړ وو او لوړه جنګي روحیه لرله خو د افغانستان د ملکي حکومت، چې په خبره یې په فساد کې ډوب و، له ملاتړ څخه برخمن نه وو.

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د مایک پمپیو د دغو کتاب په اړه کوم غبرګون ښودلی نه دی، خو څو ورځې مخکې چې پمپیو د شیکاګو په پوهنتون کې په خبرو کې غني د سولې د خبرو مخالف وګاڼه، د هغه د ملي امنیت مشاور حمد الله محب په خپل ټویټر کې ولیکل چې د پمپیو دا څرګندونې «سمې نه» دي.