شاته

يو شمېر افغان مېرمنې: تحصيل او کار مو شرعي او قانوني حق دی

د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار پر حق د ترکیې و ایران له ټینګار ورسته، یو شمېر افغان مېرمنې وایي، زده‌کړه او کار د دوی قانوني او شرعي حق دی.

نرګس چې په کابل کې د مورا پوهنتون د طب پوهنځي محصله وه، اوس په کور ناسته ده.

نوموړې وايي، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځو ته د زده‌کړو او کار حق ورکړل شوی، یوازې افغان نجونې او ښځې دي چې له دې قانوني او شرعي حق محرومې شوې دي.

نرګس ازادي راډیو ته وویل: "قطر، عربستان، ترکیه، ایران، اسلامي هېوادونه دي، هلته د ښځو زده‌کړې او کار نارمل روان دی، موږ هم حق لرو چې زده‌کړې وکړو، هیڅ انسان حق نه‌لري چې بل انسان له زده‌کړو محرومه کړي."

د طالبانو حکومت په تېرې دسمبر میاشت کې په دوو جلا جلا فرمانونو کې پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو پر تګ بندیز ولګاوه او دغه شان یې په نا دولتي مؤسسو کې مېرمنې له کار راوګرځولې.

مخکې له دې یې بیا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي هم تړلي وو او د ګڼو نورو محدودیتونو تر څنګ یې دوی په ډېری دولتي ادارو کې هم له کار راګرځولې وې.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

مدني فعاله حمیرا قادري وايي، ډېری دغه مېرمنې چې له کار راګرځول شوي دي، خپلو کورنیو ته یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې وې.

نوموړې وايي: "اقتصادي شرایط ډېر ځورونکي دي، اکثره ښځو به کورنيو ته نفقه برابروله، دوی باید دندو ته بېرته پرېښودل شي، دا د ښځو قانوني حق دی چې دندې تر سره کړي، موږ هغه مېرمنې چې اوس بې‌کاره شوي یو."

اغلې قادري پر افغان نجونو او ښځو د محدودیتونو د لرې کولو په برخه کې د اسلامي هېوادونو رول مهم ګڼي او وايي، تر اوسه چې کومې هڅې دوی کړي د ستاینې دي او هیله ده، چې خپلو دغو هڅو ته دوام ورکړي.

"په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز په اړه ترکیه او ایران سره په اړیکه کې دي

دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سې‌شنبې په ورځ په ترکیه کې سره کتلي او په افغانستان کې يې د طالبانو د حکومت له‌خوا پر مېرمنو د زده‌کړو او کار د محدودیتونو په اړه خبرې کړې دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه کنفرانس ویډیو هم په خپلې وېب پاڼې خپره کړې ده.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير مولود چاوش اوغلو په دې ناسته کې ویلي: "په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز په اړه ترکیه او ایران سره په اړیکه کې دي او دغه شان د اسلامي همکاریو کنفرانس له لارې له طالبانو سره ښکېل یو او خپلو هڅو ته دوام ورکوو. زموږ دین اسلام، د زده‌کړو په ضد نه‌دی، بلکې په زده‌کړو ټینګار کوي او د نجونو پر تعلیم بندیز زموږ له دین سره اړخ نه لګوي. موږ خپل دریځ د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې له طریقه په ټینګه په ډاګه کړی."

نږدې يو نيم کال کېږي چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د طالبانو له لوري تړل شوي دي.
نږدې يو نيم کال کېږي چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د طالبانو له لوري تړل شوي دي.

ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو د دوی د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدلو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان د تېرې اوونۍ د چهارشنبه په ورځ د افغانستان په اړه غونډه کې وویل، چې ښځې او نجونې باید په افغانستان کې کار او زده‌کړو ته لاس‌رسی ولري.

دا غونډه، چې د سعودي عربستان په جدې ښار کې جوړه شوې وه، په اخر کې یې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه، چې په‌کې راغلي وو، تعلیم ته د نجونو لاس‌رسی د پوهنتون په ګډون په هره کچه چې وي، د بشر اساسي حق دی او باید محدود نه‌شي.

ټاکل شوې، چې په مارچ میاشت کې هم د اسلامۍ نړۍ په هېوادونو کې د ښځو د حقونو په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ شي.

دا خبره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیالې امينه محمد چې دا مهال د افغانستان په سفر ده، له سفر مخکې په قطر کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره تر کتنې ورسته کړې ده.

دا هڅې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې په ټوله نړۍ کې له ۱۱۸ میلیونو څخه زیاتې نجونې له ښوونځي څخه محرومې دي.

ښاغلي ګوتریش د چهارشنبې په ورځ په خپل یو ټوېټ دا خبره کړې او ویلي یې دي، هیڅ دليل نه‌شي کولی چې له تعلیم څخه د نجونو محرومیت توجیه کړي.

اړوند مطالب