شاته

د ترکيې ولسمشر: پر افغان نجونو د زده‌کړو بنديزونه 'نا انساني او غير اسلامي' عمل دی

په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو بندیز ته نړیوال غبرګونونه ورځ تر بلې په پراخېدو دي.

تازه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د نجونو پر تعلیم او تحصیل محدودیتونه "غیر انساني او غیر اسلامي" بللي دي.

د(Middle East Eye) په نوم خبري وېب‌سایټ چې له لندنه خپرونې لري پرون ویلي، چې اردغان د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د بشري حقونو د ملاتړ یوه نړیوال کنفرانس ته دغه څرګندونې کړي دي.

"زموږ په دین کې داسې څه نه‌شته، هیڅوک باید داسې بندیزونه له اسلام سره ونه تړي

اردغان زیاته کړې: "زموږ په دین کې داسې څه نه‌شته، هیڅوک باید داسې بندیزونه له اسلام سره ونه تړي، موږ د داسې یوه دین لارویان یو چې له زانګو تر قبره یې د تعلیم سپارښتنه يې کړې ده."

بل لورته د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ د نجونو د تعلیم او کار د بندیز په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې هرکلی کړی دی.

په دغې اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه د افغانستان پر اوسنیو حاکمانو غږ شوی چې د نجونو ښونځي او پوهنتونونه پرانیزي او ښځو ته په کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د کار اجازه ورکړي.

ريچارد بېنيټ
ريچارد بېنيټ

د دغه سازمان د ۵۶ غړو هېوادونو سفیرانو د سعودي عربستان په جدې ښار کې تر خپلې غونډې وروسته وویل، تعلیم ته د نجونو لاس‌رسی د پوهنتون په ګډون په هره کچه چې وي، د بشر اساسي حق دی او نه باید محدود شي.

د اعلامیې په دوام دغه راز راغلي، د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي یووالي ملاتړ کوي او هلته د پرمختیا، ثبات، امنیت، سولې او بشري حقونو د تامین غوښتونکی دی.

طالبانو بیا پرون ماښام د اسلامي همکاریو سازمان اعلامیې ته غبرګون وښود.

طالبانو بیا پرون ماښام د اسلامي همکاریو سازمان اعلامیې ته غبرګون وښود.

د دوی په اعلامیه کې چې ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته لېږلې راغلي، طالبان د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه اعلامیې څخه هرکلی کوي.

د طالبانو په دې غبرګون کې د ښځو د کار په اړه څه نه‌دي ویل شوي خو د نجونو د تعلیم په اړه یې د اسلامي همکاریو سازمان اندېښنې (د درک وړ) بللي دي.

طالبانو ویلي، حکومت یې د نجونو د تعلیم د بندیز په برخه کې موقتي ګام اخیستی او زیاته کړې ده چې د زمینې په برابرولو سره به دغه اندېښنې رفع شي.

د طالبانو وروستۍ محدوديتونو پر ضد يو شمېر نجونې د لاريون پر مهال
د طالبانو وروستۍ محدوديتونو پر ضد يو شمېر نجونې د لاريون پر مهال

طالبانو نه‌دي ویلي چې څه موده وروسته به دغه زمینه برابریږي او د نجونو ښونځي او پوهنتونونه به بېرته پرانيستل کېږي؟

طالبانو د تېرې ډسمبر میاشتې په وروستیو کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر دویم اعلان پورې وځنډولې او څو ورځې وروسته یې په کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو کار هم منع اعلان کړ.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوال سازمانونو د طالبانو دغه پرېکړې غندلي او غوښتنه یې ترې کړې چې لغوه یې کړي.

د طالبانو د حکومت دا دی نږدې ۱۷ میاشتې پوره شوې، د دوی حکومت تر اوسه په ظاهره د همدې او ورته نورو بندیزونو او محدودیتونو له کبله په رسمیت هم نه‌دی پېژندل شوی.

اړوند مطالب