شاته

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو ښځې له اساسي حقونو بې‌برخې کړي دي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، دوی داسې قوانین او پالیسۍ تحمیل کړې، چې په پراخه کچه یې ښځې له خپلو اساسی حقونو لکه، زده‌کړې، کار، بیان او سفر له حقه بې‌برخې کړې دي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د سختو دریځو قوانینو پلي کولو د دوی په ټولو حقونو، لکه د ژوند کولو، معیشت، سر پناه، روغتیايي خدمتونو ته لاس‌رسي، خوړو او اوبو باندې اغېز کړی.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې دا هم راغلي، چې د طالبانو په حکومت کې ښځو ته د قضا یا هم ملکي برخې په ګډون، ښځو ته په لوړه کچه د کار کولو اجازه نه‌ده ورکړل شوې، د دې تر څنګ یې ښځې له محرم پرته له سفر کولو منع کړې او د طالبانو قوانینو ښځې یوازې له کوره له وتلو هم منع کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان دا هم وايي، چې طالبانو ټولې ښځې حتی په ټلوېزیون کې هم ښځینه خبریالانې مخ پټولو ته اړې کړي.

ياد سازمان زیاته کړې چې طالبانو د لاریون کوونکو ښځو د جلا کولو لپاره هم له حد وتلی له زور زیاتي څخه کار اخیستی، لاریون کوونکې نجونې یا هم د دوی د کورنۍ غړي یې په خپل سر بندیان کړي او وهلې یې هم دي.

يو شمېر افغان نجونې د لاريون پر مهال
يو شمېر افغان نجونې د لاريون پر مهال

طالب چارواکو د بشري حقونو د څار د سازمان د دغه راپور په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو پخوا یې د ښځو د حقونو د نقص په اړه ویلې وو، چې دا د افغانستان کورنۍ موضوع ده او دوی ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.

"د طالبانو پر راتګ سره پر ښځینو ډېر زیات محدودیتونه ولګېدل

دا په داسې حال کې دی چې په ښځو باندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه افغانې ښځې وایي، داسې ښکاري چې د طالبانو شل کلنه جګړه یوازې ښځو سره د مبارزې لپاره وه او بله موخه یې نه درلودله.

د پوهنتون استادې محمودې تقوا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "د طالبانو په راتګ سره پر ښځینو ډېر زیات محدودیتونه ولګېدل، داسې انګېرل کېږي چې د اسلامي امارت شل کلنه جګړه یوازې د ښځو سره د مبارزې لپاره وه نو دا ټولې هغه ستونزې دي چې د ښځو پر وړاندې دي، نه یوازې ښځې بلکې د هغوی کورنۍ او ټولنې ته هم زیان ور رسیږي."

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د جنسیتي نابرابرۍ له امله افغانستان د ښځو او نجونو په برخه کې تر ټولو په بد هېواد بدل شوی.

خو د ښځو د حقونو ځینې فعالانې وایي، چې د دغه راپور د چمتو کولو پر ځای باید نړیواله ټولنه د طالبانو له‌خوا، د ښځو د حقونو د ښکاره سر غړونو پر تړاو ژر تر ژره اقدام وکړي.

مدني فعاله ترنم سعیدي د طالبانو له‌خوا پر ښځو د لګېدلو بندیزونو په اړه ازادي راډیو ته وویل، ښځې ورځ په ورځ له خپلو حقونو بې برخې کېږي او په تیاره او په بې‌برخلیک چاپیریال کې ژوند کوي.

"دوی د ښځو ټول انساني، مدني او د ژوند کولو حقونه تر پښو لاندې کړي

نوموړې وايي: "دوی د ښځو ټول انساني، مدني او د ژوند کولو حقونه تر پښو لاندې کړي، او افغانستان یې په یو داسې دوزخ بدل کړی چې خلک په اساني په‌کې ساه هم نه‌شي اخیستلای، زه خواشینې یم چې د دغو ټولو کړنو پر وړاندې یوازې ګزارشونه جوړیږي، نوره چوپ چوپتیا ده، هیڅ کوم اقدام نه‌شته، موږ اړتیا لرو چې یو فوري او جدي اقدام وشي او طالبان له افغانستان وویستل شي."

پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د ښځو پر ژوند سخت محدودیتونه لګېدلي دي، چې تر ټولو وروستي یې دوی له لوړو زده‌کړو او په نادولتي مؤسسو کې هم له کار کولو راګرځول شوې دي.

اړوند مطالب