شاته

يان ايګلنډ: ځينې طالب مشران د نجونو له زده‌کړو او مؤسسو کې له کار کولو سره موافق دي

د ناروې د کډوالو شورا مشر وایي، له طالب چارواکو یې غوښتي چې پر ښځو او نجونو د کار او تعلیم محدودیتونه لرې کړي څو افغانان زیانمن نه‌شي.

یان ایګلنډ پرون د جنورۍ په ۱۱مه ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، طالب چارواکو ترې غوښتي چې زغم ولري، خو نوموړی ټینګار کوي چې زغم ډېر خلک زیانمنوي.

دوی ټول موافق دي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي

نوموړی وايي: " کابل کې مې د طالبانو له ځینو وزیرانو سره وکتل، د دوی د اقتصاد او کډوالو له وزیرانو او د بهرنیو چارو له مرستیال سره مې وکتل، له څو نورو طالب مشرانو سره مې هم لیده کاته درلودل، دوی ټول موافق دي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي، دوی توافق درلود چې ښځې دې بشري برخو کې کار وکړي، دوی دغه راز ویل چې نجونو ته د کار او زده‌کړو د اجازې په اړه کار کوي، دوی له موږه غوښتنه وکړه چې صبر ولرو، موږ ورته وویل چې ډېر صبر نه‌شو کولای، په ځانګړې توګه هغه مهال چې خلک له دغو محدودیتونو زیانمن شي."

یان ایګلنډ په خپله مرکه کې ویلي، د ناروې د کډوالو شورا افغانستان کې ۴۷۰ ښځینه کارکوونکې درلودې چې ټولې اوس په کور ناستې دي.

نوموړی وایي، د دغو ښځو له کار پرته د ماموریت دوام ورته ستونزمن دی، ځکه په باور یې له افغاني دود سره سم یوازې ښځې کولای شي د اړمنو مېرمنو لاسنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه، تېرو شلو کلونو کې يې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعالیت کړی او په خبره یې طالبان د دوی د بنسټ او فعالیتونو په اړه پوه دي.

اوس‌مهال په افغانستان کې د دوی ټول فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

یان ایګلنډ زیاته کړه اوس‌مهال په افغانستان کې د دوی ټول فعالیتونه په ټپه ولاړ دي.

د ناروې د کډوالو شورا او یو شمېر نورو مؤسسو وروسته تر دې خپل فعالیتونه و درول چې طالبانو د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې په نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

یان ایګلنډ وایي، د کار پر مهال یې د افغانانو دود ته پام کړی او په خبره یې دفترونو کې یې ښځې او نارینه جلا کړي وو.

يو شمېر افغان مېرمنې
يو شمېر افغان مېرمنې

هغه له ازادي راډیو سره خبرو کې طالب مشرانو ته هم پيغام درلود.

نوموړي وويل: "تر هغو چې پر ښځینه کارکوونکو دا محدودیتونه دوام ولري، خلک ډېر ډېر زیانمنیږي، په پایله کې ژوند له خطر سره مخامخیږي، موږ پلان درلود چې دې شپو ورځو کې زرګونه بې ځایه شویو کسانو ته خیمې او د تودوخې وسایل برابر کړو."

د ناروې د کډوالو شورا مشر چې د کابل په سفر بوخت دی، پخوا تر دې هم خبرداری ورکړی چې د طالبانو له خوا محدودیتونه ۲۵ میلیونه اړمن کسان د لوږې او بې‌وزلۍ له جدي خطر سره مخامخوي او د دغه هېواد ماتېدونکی اقتصاد نور هم زیانمنوي.

اړوند مطالب