شاته

پوتین: د اوکراین د برښنا په زیربناوو بریدونه به دوام ولري

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویلي چې د اوکراین د برښنا په شبکې بریدونه به دوام ولري او د دا ډول بریدونو د پیل ملامتي یې په اوکراین واچوله.

ښاغلي پوتین پنجشنبه ډسمبر ۸ (لیندۍ ۱۷) په کرملین کې په یوې لمانځغونډې کې چې نظامي افسرانو ته پکې مډالونه ورکول کیدل، په اوکراین ملامتي واچوله چې په ملکي زیربناوو بریدونه یې پیل کړي.

ښاغلي پوتین په هغه پله برید ته اشاره وکړله چې د کریمیا ټاپو د روسیې سره نښلوي. د روسیې جمهور رئیس څه موده وړاندې دې سیمې ته ورغلی و.


پوتین پخپلو خبرو کې وویل، " د ګاونډي هیواد (اوکراین) د برښنا په زیربناوو زمونږ د بریدونو په هکله ډیرې چغې وهل کیږي خو دا به زمونږ د جګړې په ماموریت کې مداخله ونکړي".

د روسیې جمهور رئیس داسې مهال د دې بریدونو د دوام خبر کوي چې د مخکنیو بریدونو له کبله په اوکراین کې میلونونه کسان برښنا نلري او د ژمې دا سړې شپې په تیارو او یخنۍ کې تیروي.


په اوکراین کې وار د مخه خلک د اوبو، کورونو د ګرمولو د موادو او ګاز د کمښت له کبله د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي او له بلې خوا د څو اوونیو راپدیخوا روسیې د دې هیواد د برښنا په مهمو زیربناوو بریدونه روان ساتلي.


د روسیې جمهور رئیس دا ومنله چې د اوکراین د برښنا زیربناوې یې ویشتلي خو په عین حال کې یې کیف ملامت کړ چې د کرسک اتومي برښنا بټۍ مزي یې الوزولي او هم یې د دونیڅک په ښار چې روسیې څه موده وړاندې د خپلواک جمهوریت په توګه په رسمیت وپیژانده، اوبه بندې کړي.

پوتین د دې بریدونو په هکله وویل، " هو مونږ دا کار کوو خو دا چا پیل کړ؟".

په عین حال کې په اوکراین کې د برښنا د چارو مسؤلینو ویلي چې په روانې اونۍ کې د برښنا په شبکې د بریدونو له کبله د ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي.

دې ادارې ویلي چې د واورې، پرخې او باد له کبله د برښنا په زیربناوو فشار لا ډیر شوی.

د اوکراین د برښنا په زیربناوو د بریدونو د دوام څخه یوه ورځ وړاندې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وویل چې په اوکراین کې د اوږدې جګړې اټکل کوي خو د اوس لپاره د اضافه پوځيانو د ځای پرځای کیدو اړتیا نه ویني.

پوتین د کرملین د بشري حقونو له شورا سره په آنلاین لیدنه کې چې د خبریالانو، فعالینو او عامو شخصیتونو له یوې ډلې څخه جوړه ده وویل چې روسیه به په اوکراین کې له خپلو ټولو شته امکانانو څخه خپلې دفاع ته دوام ورکړي.

هغه ادعا وکړه چې روسیه په غرب کې د" دویمې درجې هیواد په توګه چې اصلا د شتون حق نلري" لیدل کیږي.

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې له یرغل څخه ۱۰ میاشتې تیریږي، پوتین د روسیې یرغل، خاص نظامي عملیات وبلل او ویې ویل چې کیدای شي اوږده پروسه وي.