شاته

د خزانې وزیره: امریکا کې د اقتصادي رکود راتګ "حتمي" ندی

د متحده ایالاتو د خزانې وزیرې جنیت یلن پنجشنبه ډسمبر ۸ (لیندۍ۱۷) وویل چې باور لري د اقتصاد له پلوه د نړۍ دا تر ټولو ستر هیواد د انفلاسیون د کچې د ټیټولو لپاره په سم لوري روان دی خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د اقتصادي رکود راتګ "حتمي" ندی.

میرمن یلن داسې مهال په هیواد کې د اقتصادي رکود نه راتګ ډاډ ورکوي چې ګڼ شمیر اقتصاد پوهان وایي ښایي راتلونکی کال دغه شان یو وضعیت په امریکا کې راشي.

د متحده ایالاتو مرکزي بانک سختې هلې ځلې کوي چې له یوې خوا په روان میلادي کال کې تقاضا آرامه کړي او له بلې خوا د مستهلیکونو لپاره بیې راټیټې کاندي.

د خزانې وزیرې د ټکساز په ایالت کې د امریکایي ډالرو د چاپ په یو مرکز کې خبریالانو سره په خبرو کې وویل، " دا چې آیا د اقتصادي رکود مخنیوی کولی شو او که نه زما په باور ځواب یې هو دی".

میرمن یلن زیاته کړه چې د "تولید او اکمالاتو د بهیر په برخې کې شته خنډونه مخ په کمیدو دي، د نویو کورونو کرایې اساساً اوج ته رسیدلي او د کار روزګار د بازار سوړتیا هم یو څه کمه شوې".
د متحده ایالاتو دې جګپوړې چارواکې د ټول هیواد په کچه د کمو کسې بې روزګاره کیدو ته په اشارې سره وویل چې د انفلاسیون د کچې د راټیټولو په برخې کې هیواد په سم لوري روان دی او اقتصادي رکود پیښیدونکی ندی.


تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د مرکزي بانک مشر جیروم پاول هم ویلي و چې ډیر احتمال شته په هیواد کې بې روزګاري ډیره شي خو د جدي اقتصادي رکود د راتګ مخه به ونیول شي.
د خزانې وزیرې همدرانګه وویل چې واشنګټن د هغو ټکنالوژیو څخه د ګټې اخیستو په هکله د متحدینو اندیښنې په غور سره اوري چې د چاپیریال ساتنې لپاره مهمې دي.
هغې زیاته کړه، " زه فکر کوم د کانګرس هدف دا دی چې یقیني کړو د تولید او اکمال داسې بهیر ولرو چې خوندي وي او کوښښ وشي چې متحدین هم پکې راګډ کړو".

امریکا کې د انفلاسیون کچه دومره لوړه شوې چې د ۱۹۸۰ میلادي کال راپدیخوا یې ساری ندی لیدل شوی او مرکزي بانک د سود د کچې په لوړولو سره کوښښ کوي د انفلاسیون مخه ونیسي او مهار یې کړي.

اقتصاد پوهان پدې اند دي چې د مرکزي بانکونو لپاره غټه ستونزه دا ده چې د سود اندازه داسې سمبال کړي چې له یوې خوا پرې د انفلاسیون مخه ونیول شي او له بلې خوا د هیواد اقتصاد پرې نږدي چې د رکود خوا ته ولاړ شي.

د متحده ایالاتو مرکزي بانک اعلان کړی چې د انفلاسیون سره تر وروستي حده مبارزه کوي. بانک وایي که چیرته د امریکا اقتصاد د یوې "ثابتې دورې" لپاره کمزوری شي او د روزګار هم کم شي، بیا به هم دا بانک د انفلاسیون سره مبارزه پرې نږدي.

د امریکا مرکزي بانک په هیواد کې د انفلاسیون د مخنیوي لپاره د سود اندازه هم په بې سارې توګه لوړه کړې.

د سود د کچې لوړیدل په مستقیمه توګه د بانکونو لخوا د یو بل څخه د لنډې مودې لپاره د پور اخیستو اغیز کوي او تر څنګ یې دا کار په عادي مصرف کوونکو هم اغیز کوي چې غواړي د بانکونو څخه د کور او موټرو اخیستو او یا د بانکي کارتونو اخیستو لپاره پور واخلي.

دا پدې معنی چې مشتریان باید بانکونو او پور ورکوونکو ادارو ته ډیر سود ورکړي. اقتصادي کارپوهان پدې باور دي چې دا کار کولی شي په بازارونو د پېر او پلور د پڅوال سبب شي.