شاته

د قصاص حکم تطبیق ته غبرګونونه؛ 'طالبان دې په علني ډول د اعدامولو مخه ونیسي'

فراه ولایت کې د طالبانو له خوا په لومړي ځل عام محضر کې پر یو تن د قصاص د حکم تطبیق ته ډیر غبرګونونه ښودل شوي او یو شمیر هیوادونو او د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نړیوالو سازمانونو په فوري ډول ددغسې اعدامونو د درولو غوښتنه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ویاند جرمي لارنس د چهارشنبې د ورځې ناوخته د ډسمبر اوم ( لیندۍ ۱۶) په یوه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت دا اقدام " په ژور ډول ځورونکی" بللی او غندلی یې دی.

د ملګروملتونو د امنیت شورا دغه چارواکي افغانستان کې په عام محضرکې د اعدامولو د لړۍ په پیلیدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې دا ډول سزا " ظالمانه"، غیر انساني او د سپکاوي ډکه" ده چې باید په فوري ډول ودرول شي.

د طالبانو حکومت ویلي، چې افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته یې په لومړي ځل د قصاص حکم د طالبانو د حکومت د لوړ پوړو چارواکو او د خلکو په مخ کې د فراه ولایت په مرکز کې تطبیق کړی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ډسمبر اوم ( لیندۍ ۱۶) په یو اعلامیه کې وویل، چې د قصاص حکم د تاجمیر په نوم د هرات ولایت دانجیل ولسوالۍ په یو اوسیدونکي باندې تطبیق شو، چې نږدې پنځه کاله دمخه یې د مصطفی په نوم د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ یو اوسېدونکی وژلی و. ښاغلي مجاهد وویل، چې تاجمیر په خپل جرم اعتراف هم کړی و.

ذبیح الله مجاهد په دغه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت دریو محکمو پر تاجمیر باندې د قصاص حکم تائید کړی و، چې بیا وروسته د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوند له خوا هم تائید شو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د فراه په ولایت کې د قصاص د لومړني حکم تطبیق په سختو ټکو غندلی او هغه یې "ویرونکی" بللی دی.

دغه وزارت ویلي، چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته دغې ډلې افغانستان کې په پراخه کچه بشري حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکړی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي " فرانسه په کلکه د اعدام د سزا سره په هر ځای او هر ډول شرایطو کې خپل مخالفت تکراروي. مونږ په بشپړ ډول ددغې غیر عادلانه او غیر انساني سزا لغوه کیدو ته ژمن یو".

افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر هوګو شارټر هم د خپل ټویټر په پاڼه په عام محضر کې د اعدام د سزا تطبیق ته په غبرګون کې ویلي، چې تیرکال په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته په عام محضر کې د اعدام د تطبیق باندې په ژور ډول خواشینی شوی دي. هغه دا اقدام " یو غیر انساني او شاته د تګ قدم بللی دی. هغه ویلي، چې هیواد یې په هر حالت کې د مرګ د سزا مخالف دی.

د بخښنې نړیوال سازمان هم په عام محضر کې د قصاص د حکم تطبیق ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان بشري حقونو څخه سرغړونو ته ادامه ورکوي.

د دغه سازمان مرستیال دینوشیکا دیسانایاک په یوه اعلامیه کې ویلي" ټول اعدامونه د ژوند حق څخه سرغړونه ده او کوم اقدامات چې په علني ډول په دې برخه کې ترسره کیږي انساني کرامت ته سپکاوی دی او د زغم وړ نه دي".

ددې سربیره افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" هم د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبراوم (لیندۍ ۱۷) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې ملګري ملتونه په هرحالت کې د مرګ د سزا سره " کلک" مخالف دي.

یوناما د فراه په ولایت کې د طالبانو د حکومت له خوا د قصاص د تطبیق په غبرګون کې ویلي "د افغانستان واکمنو چارواکو نن په فراه ولایت کې په عام محضر کې د یو سړي د اعدام خبر ورکړ.ملګري ملتونه په هر حالت کې د مرګ له سزا سره په کلکه مخالف دی او له واکمنو چارواکو غواړي چې د اعدام سزا لغوه او فورا يې ودروي".

طالبانو د ۹۰ومې لسیزې کې افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته هم په مجرمانو باندې شرعي حدود تطبیق کول.

د طالبانو حکومت د تیرې میاشتې راهیسې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې په عام محضر کې د شرعي حدودو د تطبیق بهیر پیل کړی دی. څه موده وړاندې د طالبانو مشر د قاضیانو یوې ډلې سره په کتنه کې له هغوی غوښتي و، چې د اسلامي حدودو تطبیق ته دې ډیره پاملرنه وکړي.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د قصاص د سزا د تطبیق په اړه په نړیواله کچه د طالبانو پر حکومت د شوو انتقادونو وروسته د خپل ټویټر په پاڼه لیکي، چې ځینی هېوادونه او ادارې لا هم له افغانستان څخه سمه پیژندنه او څیړنه نه لري.

ښاغلي مجاهد ویلي، افغانستان یو اسلامي هېواد دی، تر ۹۹ سلنه زیات خلک یې مسلمانان دي، د اسلامي قوانینو او نظام د تطبیق لپاره یې ډیرې قربانۍ ورکړی.

همداشان ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو او ځینو اروپايي په ګډون په ډیرو هیوادونو کې لا هم د اعدام سزاګانې شتون لري.

ښاغلي مجاهد ویلي "داچې په افغانستان باندې د اسلامي جزاګانو د تطبیق له امله انتقادونه کیږي، څرګندوي چې لا هم ځینې هیوادونه او ټولنې یا خو یې مطالعه او معلو مات نیمګړي دي او یا هم له اسلام سره ستونزه لري او د مسلمانانو معتقداتو، قوانینو او داخلی مسایلو ته درناوی نه کوي، چې دا کار د هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله او د غندنې وړ ده".