شاته

د امریکا د باسکتبال مشهوره ستورې د روسیې له زندان څخه ازاده شوه  

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن پنجشنبه ډسمبر اتمه (لیندۍ۱۷) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ښځو د باسکتبال مشهوره ستورې بریټني ګرینر د روسیې له زندان څخه ازاده شوې ده.

بریټني ګرینر د وسلو له یو لوی معامله کوونکي روسي‌ سره تبادله شوې ده.

ښاغلي بایډن وویل چې بریټني ګرینر سره یې خبرې کړې «هغه خوندي‌ ده. په الوتکه کې ده او کور ته په لاره» ده.

ولسمشر بایډن وویل چې هغه به په ۲۴ ساعتونو کې دننه امریکا ته رسېږي. نوموړي زیاته کړه چې د ګرینر روحیه عالي ده او لږ وخت ته ضرورت لري چې د زندان له حالت څخه رابهره شي.

د متحدو ایالتونو د «فينیکس مرکري» د باسکتبال ټیم دغه مشهوره لوبغاړې،‌ چې د همجنسبازانو د حقونو کلکه ملاتړې هم ده، د فبرورۍ په میاشت کې د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شوه او د «کانبیس او برېښنايي سګرتو» د وسیلو لرلو په تور په نهو کالونو بند محکومه شوه.

د هغې کورنۍ وايي چې له ډاکټر څخه یې د دغو موادو د استعمال اجازه لرله. په روسیې کې د دا ډول موادو کارول ناقانونه بلل کېږي.

هغه د روسیې د مرکزي‌ سیمې «موردوفا» په یوې لېرې پرتې توقیف خانې کې ساتل کېدله. په اولمپیکي ‌لوبو کې د باسکتبال په سیالیو کې د سرو زرو د دوو مډالونو ګټونکې ګرینر روسیې ته تللې وه چې د «یکاتېرینبرګ» لوبډلې ته لوبې وکړي، خو ونیول شوه.

ګرینر د وسلو له یو لوی معامله ګوونکي روسي سره تبادله شوې
ګرینر د وسلو له یو لوی معامله ګوونکي روسي سره تبادله شوې

د زندانیانو تبادله

د فرانسې خبري اژانس وايي چې بریټني ګرینر د وسلو له یو لوی معامله کوونکي روسي ویکتور بوټ سره تبادله شوې ده.

دغه اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په اساس لیکلي‌ دي‌ چې دوی نن پنجنشنبه د ابوظهبۍ په هوايي ډګر کې تبادله شول.

بولټ د وسلو یو لوی معامله کوونکی او امریکا ته مطلوب کسانو کې وو چې د راپورونو په اساس په امریکا کې د وسلو د قاچاق، امریکایانو د وژلو د توطیو جوړولو او نورو تورونو له کبله په ۲۵ کالونو بند محکوم شوی و.

ښاغلي بایډن ویلي دي‌ چې متحدو عربو اماراتو د بریټني ګرینر په ازادولو کې منځګړتوب کړی دی.

دا تبادله داسې مهال کېږي چې امریکا په اوکراین باندې د روسیې د بریدونو له کبله په مسکو باندې کلک بندیزونه لګولي دي‌ او د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې دي.