شاته

دايټمي رازونو دخرڅ او روسي پوځ سره دهمکارۍ په تورونو امريکې يو شمير پاکستاني کمپنۍ تور نوملړ ته اچولي

دامريکې د تجارت محکمې د شورو په ورځ ویلي دپاکستاني کمپنيو په ګډون يې 24کمپنۍ په دې وجه په تور نوملړ کې اچولي چې د روسي پوځ مدد يې کړی او په ايټمي تجارت او د ایران په الیکټرونیکي تجارت کې ککړې دي.

تر دې وړاندې په کال 2018م کې هم د پاکستان په اوو شخصي کمپنيو د ايټمي موادو نورو هیوادونو ته دمنتقل کولو تورونه لګیدلي وو.

دامريکې ددې تازه اقدام په اړه د پاکستان د حکومت له خوا په سمدستي توګه څه غبرګون مخې ته نه دى راغلى.

په پیښور پوهنتون کې د صحافت د څانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وایي د پاکستان دپاره دا غټه د تشویش وړ خبره ده ځکه چې پاکستان اوس د ایف ای ټي ایف د خړ لسټ څخه بهر شوی او بیا پاکستان دا وخت اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او دا امکان هم لري چې اقتصادي بندیزونو سره مخ شي نو په دغو مشکلاتو کې به اضافه وشي.

"راتلونکي وخت کې دې سره په پاکستان بندیزونه هم لګیدلى شي او دا مه هیروٸ چې د پاکستان صنعتي او زرعي څانګې دومره کمزورې دي چې ددې کارکردګي په لاندې روانه ده او که چرې بندیزونه لګی نو دا به اقتصاد ته نور نقصان رسوي"

رویټر خبري ایجنسي وایي په کال 2018 کې هم د پاکستان په اوو شخصي کمپنو بندیزونه لګول شوي وو چې دغه کمپنۍ ایټمي تجارت کې ککړې دي.

خبري اداره وایي په پاکستاني لوړ پوړو چارواکو وړاندې هم داسې تورونه وو چې دوی ایټمي مواد په شمالي کوریا خرڅ کړي خو د پاکستان حکومت ددې څخه انکار کړی و.

رویټر وایي په کال 2004م کې د پاکستان پخواني ایټمي ساینسدان منلې وه چې هغوی شمالي کوریا ته ايټمي رازونه ورکړي دي.

په ایټمي اثاثو نظر لرونکې دملګرو ملتونو اداره وایي پاکستان څخه د عبد القدیر خان نیټ ورک په کال 2008 کې ایران،لیبیا او شمالی کوریا ته د ایټمی موادو قاچاق کړی خو په پاکستان کې په حکومتی کچه ددې تصدیق نه دی شوى.

پاکستان په کال 2016م کې د نړیوال نیوکلیر سپلایي ګروپ د غړیتوب اخستو دپاره خواست هم کړی او تر اوسه يې د نان پرولیفریشن لوظنامه هم نه ده لاس لیک کړې.

د پیښور پوهنتون د سيم ييزو اړیکو د څانګې پخوانی مشر ډاکټر سرفراز وي او ای ډیوه ته وایي دې سره به پاکستان د این ایس جي په غړیتوب کې مشکلات ولري او باید چې حکومت د ککړو کمپنيو په ضد سخت ګامونه واخلي

"یو ملک چې غواړي په نیوکلیر سپلایي ګروپ کې شامل شي او بیا داسې قسمه تورونه پرې هم لګي نو مشکلات به ورته پیدا شي، زما دا خیال دی چې حکومت بايد ددې کمپنيو خلاف سخت ګامونه واخلي او د پاکستان ښه او ذمه واره څیره نړۍ ته وړاندې کړي"

رویټر خبري ایجنسي په خپل رپوړټ کې وایي دا 24 کمپنۍ د نړی بيلا بيلو هیوادونو لیټویا،پاکستان،روس،سنګاپور او سویټزرلینډ کې فعالیتونه ترسره کوي خو ددې کمپنيو له خوا په دې اړه څه مخې ته نه دی راغلی .

د امریکی حکومت چې کومې 24 کمپنۍ په برامدي کنټرول لسټ کې شاملې کړي په هغوي تور دى چې د امریکایي خارجه پالیسۍ د مفاداتو خلاف ورزي يې کړې ده او د دفاعي او ایټمي موادو په منتقلۍ کې يې مرسته کړې ده.

دې کمپنيو کې د پاکستان او متحده عرب امارتو 10 شخصي کمپنۍ هم شاملي دي.

پوهان وایي پاکستان تیره میاشت د غیر قانوني پیسو په انتقال دنظر لرونکې ادارې ایف ای ټی ایف د خړ لسټ نه بهر شوی او د اقتصادی مشکلاتو سره مخ دی.

پوهان وايي دا به په راتلونکي کې د پاکستان نړیوال تعلقات او اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړي

ځانګړې ویډیوګانې

په انټرنېټ کاروبارونه یا اي کامرس څومره اسان او ګټه ور دی؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00