شاته

طالبانو په فراه ولایت کې په یوه غونډه کې د قتل ملزم ته د مرګ سزا ورکړه

طالبانو د افغانستان په فراه ولایت کې د خپلو ګڼ شمېر مشرانو په موجودګۍ کې په یوه غونډه کې د قتل په الزام یو تن د مرګ سزا ورکړه.

په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس دا لومړی ځل و چې طالبانو په قتل تورن تن ته په عامه غونډه کې سزا ورکړه.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد په ټوېټر خپل پېغام کې وویل چې طالب چارواکو د قتل د پېښې دقیق تحقیقات کړي وو، مبینه قاتل د خپل جرم اعتراف کړی و او هغه ته د قتل د سزا تصدیق د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخونزاده کړی و.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د فراه ولایت په مرکز فراه کې د غونډې په مهال د مقتول پلار قاتل درې ډزه وویشتلو.

مجاهد وویل طالبانو د قصاص سزا عملي کړه.

د مجاهد په قول مبینه قاتل یو بل تن په چاقو وهلي و او هغه موټر سایکل او موبایل يې اخیستي وو او د خپل جرم اعتراف يې کړی و.

په فراه کې په عامه غونډه کې یو تن ته د مرګ سزا په داسې حال کې ورکړی شوې چې په تیره یوه میاشت کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې طالبانو په لسګونو ښځو او سړو ته د فټبال په مېدانونو کې د جنسي فعل او د غلا په شان د اخلاقي جرمونو په سر د درو سزاګانې ورکړي دي.

د رپورټ ترمخه د ۱۹۹۶ نه تر د ۲۰۰۱ پورې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې د درو او خلک په عامو غونډو کې د اعدام کولو سزاګانې عامې وې.

د انساني حقونو فعالان وايي طالبان د خپلو لوظونو نه په شا شوي چې د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي او د خپل تېر حکومت سخت اقدامات يې بیا نافذ کړي دي. د ښځو په تعلیم او کار روزګار قدغنونه لګول شوي، پابندې کړی شوي چې حجاب به اغوندي او د محرم نه بغیر اوږد سفر نشي کولی.

نړیوالې ټولنې په طالبانو پابندۍ لګولي او د طالبانو نه یې غوښتلي چې منل کېدو دپاره دې په ښځو قدغنونه لګول شوي قدغنونه لرې کړي.

تېره میاشت د متحده قومونو د ماهرینو یوې ډلې وویل د ښځو په حقونو او ازادیو بندیزونه د انسانیت خلاف د جرم برابر دي او پکار ده چې د جنسي تعصب د نړیوال قانون د لاندې يې تحقیقات وکړی شي.

ذبیح الله مجاهد د اقوام متحده دغه رپورټ رد کړو او ويې وېل د شریعت په بنیاد د انصاف په نظام تنقید د اسلام او د نړیوالو قوانینو بې احترامي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00